کابل(پژواک، ۹ لړم ۹۸): ټاکنو کمېسیون د درملوک کمپنۍ د کار پر پڅوالي نیوکه کوي او وايي، دغه شرکت تر اوس شاوخوا ۴۷ زره ورته رایې ورکوونکي، د کم عمره او کمېسیون د معیار خلاف کسانو انځورونه له ټاکنو کمېسیون سره شریک کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ټاکل شوې وه درملوک کمپنۍ د رایو تصفیه او تکراري بارکودونه او نور موارد له کمېسیون سره شریک کړي، خو په دې اړه محدودې شمېرې له دوی سره شریکې شوې دي.
هغه زیاته کړه: «ټاکل شوې وه چې درملوک کمپنۍ د شپې تر لسو بجو موږ ته د تکراري رایو د تصفیې بحث راولېږي، خو تر تېرې ورځې یې یوازې شاوخوا ۴۷ زره QR cod (بارکودونه) چې د کم عمره کسانو د عکسونو، هغو عکسونوچې ګواکې څېره یې بله راغلې وه، تکراري عکس، د عکس له مخې د عکس قضیو پورې اړوند وو رالېږلي دي.))
نوموړي ددې په روښانولو چې د تکراري ګوتې او له قانوني وخت بهر د QR cod د استعمال موضوعات پاتې دي وویل، درملوک کمپنۍ ژمنه کړې چې د نن ورځې تر پایه دوی ته وروستي موضوعات رسوي.
هغه په ډاګه کړه چې په کار کې سکتګي موجوده ده او کمېسیون هڅه کوي چې ټول موضوعات راټول او د محلونو، مرکزونو، ولسوالیو او ولایتونو په تفکیک یې په اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.
د یادونې ده چې درملوک یوه جرمني کمپنۍ ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون لپاره د بایومټریک ماشینونو د اسانتیا برابرولو مسوولیت پر غاړه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن