کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : د پوهني وزارت وايي، د ښوونې او روزنې په بهير کې د خلکو د ګډون او د تعليمي نصاب د اصلاح په موخه د هيواد اوسيدونکو نظریات راټول او د لومړي څل لپاره مشورتي ناسته ترسره کوي.
ددغه وزارت لخوا دلړم په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده چې دا ناسته د روان لمريز کال د لړم مياشتې په ۲۰ تر ۲۳ نيټه ترسره شي.
سرچينې زياته کړې، له دې ناستې څخه موخه داده، چې د هېواد اد بېلابېلو طبقو خلک د تعليمي نصاب په اړه خپل نظريات وزارت سره شريک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده، چې په دې ناسته کې نږدې ۳۰۰ تنه د ښوونځيو ښوونکي ، د ښوونې اوروزنې متخصصان، د پوهنتنونو استادان، د زدکودنکو کورنۍ، د دولتي ادارو کارکوونکي د علماوو شورا او د بشري حقونو کميسيون استازی ګډون ولري.
سرچينې ويلي، پوهنې وزارت هوډ لري ، ترڅو راتلونکی تعليمي نصاب د هېواد د اوسېدونکو د نظرياتو پر بنسټ قابليت محور نصاب جوړ کړي .
د پوهنې وزارت زياته کړې، ددې غونډې ګډونوال دنده لري، ترڅو د کاري ګروپونو په چوکاټ کې د لېسې دورې د رشته بندۍ ، د مضامينو يوځاى کېدل ، د ژبو روزنې او د هر اړخيزه تعلميات، په اړه بحث وکړي.
په خبرپانه کې راغلي، ددې ناستې پايلې د وګړو پيشنهادي کړنلارې په ډول د تعليمي نصاب په اصلاح کې په نظر نېول کېږی .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن