ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ليدونکي: په هندي فلم “پاني پت” کې تاريخ تحريف شوى

ليدونکي: په هندي فلم “پاني پت” کې تاريخ تحريف شوى

author avatar
7 Dec 2019 - 17:38
ليدونکي: په هندي فلم “پاني پت” کې تاريخ تحريف شوى
author avatar
7 Dec 2019 - 17:38

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨): د هندي سينما له خوا د احمدشاه بابا د پاني پت پر درېيمې جګړې جوړ شوى فلم "پاني پت" پرون نندارې ته وړاندې شو.

د هندي رسنيو د معلوماتو له مخې، په دغه فلم کې چې شاوخوا يو ميليارد هندي کلدارې لګښت پرې راغلى، پرون په لومړۍ ورځ يې چندانې عايد نه درلود او په ټول هند کې يې نږدې پنځوس ميليونه کلدارې عايد درلود.

دغه فلم د افغانانو او هندوانو ترمنځ د پاني پت پر درېيمې جګړې جوړ شوى دی؛ دا جګړه د ١٧٦١ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې د هندوستان په پاني پت سيمه کې شوې وه.

د معلوماتو له مخې، د دې جګړې مشري د احمد شاه ابدالي په مشرۍ د نواب نجيب الدوله او حافظ الملک حافظ رحمت خان له خوا ترسره شوې چې څلوېښت زره جنګيالي يې لرل.

د پاني پت درېيمه جګړه په شمالي هندوستان کې د احمد شاه بابا او مرهټه وو ترمنځ يوه لويه جګړه وه.

احمدشاه بابا د هند مرهټه پوځ ته چې سیکان او جټان يې هم په ايتلاف کې ملګري وو،  ماتې ورکړه او شاوخوا ۰۰۰، ۵۰ هندو سرتېري یې ووژل.

دغه فلم د هندي فلمي صنعت باليووډ  د مشهور ډايريکټر اشوتاش  له خوا جوړ شوى چې له دې مخکې يې هم د لګان او جودا اکبر په نامه تاريخي فلمونه جوړ کړي دي.

په دغه فلم کې د هندي سينما مشهور ستوري سنجي دت د احمد شاه بابا رول ترسره کړى، دغه راز په فلم کې د نورو ترڅنګ ارنجن کپور او کريتي سنون هم مهم نقشونه لوبولي دي.

ددې فلم تر خپرېدو مخکې ګڼ شمېر افغانانو په دې اړه اندېښنې درلودې چې په کې احمدشاه ابدالي ته سپکاوى نه وي شوى او يا تاريخ به يې سم نه وي وړاندې کړى. اوس چې دا فلم نندارې ته وړاندې شوى، په اړه يې افغانان بېلا بېل ډول نظرونه لري.

په امريکا کې مېشت افغان ليکوال او ژورنالېست جعفر هاند چې دا فلم يې پرون کتلى، په اړه يې فيسبوک کې تفصيلي نظر ورکړى او ارزونه يې کړې ده.

هغه ليکلي، په فلم کې له مرهټانو سره د احمد شاه دراني په مشرۍ د پاني پت درېیمه تاریخي‌جګړه په هنري او داستاني بڼه تصویر شوې ده.

دى وايي: ((تر تاریخي فلم ښه ده چې هنري فلم یې وبولو. کله چې مرهټان هڅه کوي ‌چې خپله واکمني پراخه کړي او د هند نور ایالتونه او سیمې هم ونیسي، د (روهیلکنډ) نجیب الدوله خبریږي چې مرهټان پر دوی هم یرغل کوي، دی کندهار ته ځي او له احمدشاه دراني څخه مرسته غواړي. .))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.