ګردېز (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې په پکتيا کې سږکال د تېر په پرتله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه اووه سلنه لوړه شوې ده.
دوی په جګړه کې د ملکي خلکو ځان او مال ته زيان اوښتل د جدي اندېښنې وړ بولي او وايي چې د بشر حقونو ټولو نړيوالو اصولو ته بايد درناوی وشي.
د ياد کمېسيون سيمه ييز مسوول نوراحمد شهيم د بشر حقونو د نړيوالې او د جګړې د قربانيانو د يادې ورځې نمانځونډې په ترڅ کې وويل چې په ۱۳۹۸ کال کې پکتيا کې تر دې دمه ۳۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې له ډلې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۳ تنه وژل شوي او پاتې نور يې ټپيان دي.
هغه وايي: ((۱۱۲ کسان نارينه، ۱۳ ښځې او ۱۸ ماشومان وژل شوي او ۱۴۵ نارينه، ۳۱ ښځې او ۲۵ ماشومان ټپيان شوي دي.))
شهيم وويل چې ياده مرګ ژوبله د حکومت، وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو له خوا اوښتې، چې زياته ونډه په کې د وسله والو طالبانو ده.
نوموړی وايي، جګړه په خورا ناوړه ډول تر سره کيږي او له نړيوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د مهار او سولې په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.
ده زياته کړه: ((ټول هېوادونه، په تېره بانفوذه لوی هېوادونه او ملګري ملتونه مسووليت لري چې په افغانستان کې د وسله وال تاوتريخوالي کمولو او له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه واخلي.))
دغه راز د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي، شپني عمليات او د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه د ملکي تلفاتو لوی عوامل بولي او وايي چې ورته پېښې د خلکو او دولت تر منځ د واټن رامنځته کولو او د باور فضا ته سخت زيان اړوي.
سهي وويل: ((جګړه پردۍ او ډېره مردوده او مرداره جګړه ده، د هر مخالف په اوږه د بهرني ټوپک سپور دی او په يو او بل نوم د خلکو مال او ځان ته زيان اړوي. د ولسمشر په هدايت د ولايتي ادارې ټوله هڅه دا ده چې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال ملکي خلک خوندي پاتې شي.))
مدني فعال ډاکټر عليم، خواشيني ښيي چې په خبره يې د بشر مدافع ملي او نړيوال بنسټونه د بېلابېلو ملي او نړيوالو فشارونو له لارې د جګړې د کمولو پر ځای يوازې د تلفاتو شمېرې ټولوي.
عليم وايي: ((ډېره د خپګان خبره ده لا هم، چې نړۍ ځان د بيداري په بېساري حالت کې بولي، د دوی په شتون کې په افغانستان کې له کلونو راهيسې وحشي جګړه روانه ده، خو دوی يې يوازې د مړو ارقام ټولوي او که ډېر کار وکړي، د غندنې يوه اعلاميه خپروي. د دوی مسووليت تر دې ډېر او لوړ دی.))
بلخوا د وسله والو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد دا نه مني چې ګواکې ملکي خلکو ته دې ډېره برخه مرګ ژوبله د دوی له خوا د سړک غاړې په ماينونو، ځانمرګو او ډله ييزو بريدونو کې اوښتې وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن