کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): د ولسمشريزو ټاکنو ځیني نوماندان د «مشارکتي حکومت» د غوښتنې ترڅنګ ګواښ کوي چې که د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو د پايلو د اعلان «عجولانه تصميم» ونيسي، پر وړاندې به يې ودرېږي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوې.
د ټاکنو کمېسیون د فساد په اړه د ادعاوو په تړاو په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه ترسره کړې، خو په اوو ولایتونو کې یې د ځنیو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ډلې د پلویانو له خوا مخه نیول شوې ده.
په دغو ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړې ده. په یادو نوماندانو کې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرایي مشر عبدالله هم شامل دی.
له دغو نوماندانو یو شمېر د نوماندانو شورا جوړه کړې او نن یې په کابل کې ناسته لرله او اعلامیه هم خپره کړه.
په اعلاميه کې راغلي چې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شورا ځان مکلف ګڼي چې د ټاکنو په محور باندې د ملي مشارکت حکومت د رامنځته کېدو لپاره لاس په کار شي او په هېواد کې د ناورين د مخينوي په موخه د ملي يووالي لپاره لازمې کړنې ترسره کړي.
سرچینه لیکي: «که د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو د پايلو د اعلان عجولانه تصميم ونيسي، دغه شورا به له درغليو د ډکو پايلو اعلان مشروع ونه بولي او پر وړاندې به يې لازمې کړنې ترسره کړي، چې مسوولیت به یې د ټاکنو کمېسیون پر غاړه وي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، کېدای شي نن او یا سبا د ټاکنو د پایلو اعلان په اړه پرېکړه وکړي.
د ولسمشريزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود په یاده نننۍ ناسته کې وویل، په هېواد کې د ټاکنو پروسه ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي او که چېرې د ټاکنو پايلي اعلانېږي هغه به ټاکنو د پايلو اعلان نه، بلکې د يو “بحران د پکېج” اعلان وي.
هغه ادعا وکړه چې د حکومت له خوا مطبوعاتو ته ويل شوي چې د نوماندانو د شورا څرګندونې خپرې نه کړي.
مسعود زياتوي: “په هېواد کې د هر ممکنه ناورين د مخنيوي لپاره راځئ چې مشارکتي حکومت چې انتخاب محوره وي، اعلان کړو؛ ځکه په هېواد کې ټول شموله ټاکنې نه دي شوې، د هېواد وضعيت داسې نه دی چې يو کس ووایي ما وګټله او نورو بايلوده، نه داسې نه ده.”
د نوماندان شورا بل غړي شهاب حکيمي هم د مشارکتي حکومت د جوړېدو خبره کوي، وایي: “دلته به يو پروسيجر جوړېږي، د هغه پر اساس به موږ ولسمشر او مرستيالان ولرو، همدغه نوماندان به څوک وزيران وي او څوک به د حکومت نور غړي.”
یادې شورا مخکې هم د مشارکتي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو ځینو نوماندانو، د ملي شورا غړو او سیاسیونو ورسره مخالفت کړی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن