ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ښځې خپلو لاسي صنایعو ته بازار غواړي

د بلخ ښځې خپلو لاسي صنایعو ته بازار غواړي

author avatar
19 Dec 2019 - 15:37
د بلخ ښځې خپلو لاسي صنایعو ته بازار غواړي
author avatar
19 Dec 2019 - 15:37

مزارشريف (پژواک، ۲۸ليندۍ، ۹۸): د بلخ ولايت ښځې سوداګرې له حکومته خپلو محصولاتو ته د بازار غوښتنه کوي.

دوی چې د لېندۍ په ۲۸مه مزارشريف ښار کې د ښځو سوداګرو د تجاربو شريکولو په پروګرام کې راټولې شوې وې، همداراز يې د سوداګرۍ په برخه کې مېرمنو ته د حرفه يي زده کړو د ورکړې غوښتنه درلوده.

د بلخ د سوداګرۍ خونې د ښځينه سوداګرو د څانګې يوې غړې نازيې حيدري پژواک  اژانس ته وويل چې دغه پروګرام د ښځو سوداګرو د تجربو شريکولو په موخه جوړ شوی چې په کې به ښځې د تجارت د پرمختګ په موخه له يو بل سره نظريات شريک کړي.

مېرمن حيدري وايي، په بلخ ولايت کې د ښځو لپاره تر ټولو لويه ستونزه د هغوی لاسي صنايعو او محصولاتو ته د مناسب بازار نه شتون دی.

همدا راز سوداګرې د خپلو توليداتو د کيفيت او سټنډرډ جوړولو په برخه کې هم له مشکلاتو سره مخ دي.

صديقې علي زاده چې د مزارشريف ښار د سخي کمپ سيمه کې د خياطۍ کارخونه لري او په دغه پروګرام کې يې ګډون کړی، پژواک ته وويل، له نورو ښځو سره له خبرو وروسته يې د خپل کار د پراختيا په موخه ښه فکر اخيستی دى.

دغه مېرمن وايي، د خياطۍ په دوکان کې ورسره درې نورې مېرمنې هم په کار بوختې دي چې له دې لارې خپل اقتصادي مشکلات حل کوي.

خو دغه مېرمن د بازارموندنې برخه کې لا هم ستونزې لري او زياتوي، ځيني وخت يې محصولات په ښه او وړ بيه نه خرڅېږي.

هغې له حکومت غوښتنه وکړه چې له مېرمنو سره د تجارتي کاروبار په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

سوداګره حسينا سيفي چې په ياد پروګرام کې يې ګډون کړی، وايي چې د ښځو وضعيت تر پخوا ښه شوی دی.

خو هغه زياتوي، ترڅنګ يې لا هم داسې دودونه شته چې د ښځو پر وړاندې يې ستونزې جوړې کړې دي.

مېرمن سيفي وويل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرو مېرمنو سوداګرۍ ته مخه کړې ده، خو زياتوي چې لا هم په معياري ډول د ښځو سوداګرو شمېر کم دی.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.