ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د قانون د دوو طرحو تصویب بې اعتباره اعلان کړ

ولسي جرګې د قانون د دوو طرحو تصویب بې اعتباره اعلان کړ

author avatar
21 Dec 2019 - 18:03
ولسي جرګې د قانون د دوو طرحو تصویب بې اعتباره اعلان کړ
author avatar
21 Dec 2019 - 18:03

کابل (پژواک،۳۰ لیندۍ ۹۸): ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون او سیمه ییزو شوراګانو د تنظیم طرحو تصویب بې اعتباره اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې له سره دې قانوني طی مراحل شي.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه په تېرو څو کلونو کې څلور ځله د ولسي جرګې په اجنډا کې شامله شوې، خو د درېیمې مادې پر سر یې د یادې جرګې د ځینو غړو د اختلاف له امله له تصویب پاتې شوې وه.

خو د لیندۍ په ۱۸ مه د ولسي جرګې اداري پلاوي د ماشومانو له حقونو د ملاتړ په اړه د تقنیني فرمان د تصویب خبر ورکړ، خو د یاد قانون له درېیمې مادې سره لسګونه مخالف وکیلان له رایې ورکولو مخکې له ناستې ووتل.

د دغې مادې د یادې طرحې په درېیمه ماده کې چې راغلي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړی. خو د منتقدانو په خبره، درېیمه ماده باید داسې تعدیل شي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کم وي، مګر داچې په ظاهري بڼه یې د بلوغ نښې لیدل شوې وي.

د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د تصویب پر څرنګوالي له بحثونو او مخالفتونو وروسته ولسي جرګې د دې جرګې د لومړي نایب په مشرۍ یو لس کسیز پلاوي ته دنده ورکړه چې تصویري ارشیف ته په مراجعه په ډاګه کړي چې لازم نصاب موجود و که نه.

د یاد لس کسیز پلاوي غړي او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي عبدالله بېګ د جرګې په نننۍ ناسته کې د یاد پلاوي راپور وړاندې کړ.

هغه وویل، د لیندۍ د ۱۸ مې (دوشنبې) د تصویري ارشیف له څېړلو وروسته په ډاګه شوه چې په جرګه کې لازم نصاب نه وو.

 د نصاب د پوره کولو لپاره اړتیا ده چې په جرګه کې ۱۲۶ غړي حاضر وي، خو عبدالله بېګ وویل چې د ارشیف انځورونه ښيي چې په هغه ورځ د یادې طرحې د تصویب پر مهال ۱۰۲ وکیلان موجود وو، نو له دې امله د یادې طرحې تصویب اعتبار نه لري.

دده په خبره، د دوشنبې په ورځ درې ځله د ولسي جرګې رییس د جرګې پر منشي کریم اتل غږ وکړ چې نصاب پوره دی او کنه؟ خو کریم اتل پرته له دې چې نصاب معلوم کړي اعلان وکړ چې نصاب پوره دی.

د ولسي جرګې لومړي نایب امیرخان یار چې د جرګې د نننۍ ناستې ریاست یې پر غاړه وو هم وویل چې د یادې طرحې لپاره د رایو ورکولو په ورځ د داخلي دندو اصول او قانون نقض شوی او د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د طرحې تصویب اعتبار نه لري.

هغه زیاته کړه، ددغه قانون طرحه باید له سره قانوني مراحل طی کړي او د جرګې په اجنډا کې شامله شي، څو د رد او تایید په اړه یې تصمیم ونیول شي.

د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د تنظیم قانون تصویب هم بې

اعتباره بلل شوی دی.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح وویل، د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د تنظیم قانون طرحه تېره چهارشنبې په داسې حالې ولسي جرګې تصویب کړه چې د ځینو مادو په تړاو یې د وکیلانو ترمنځ اختلاف و، ځکه ددې طرحې ځينې مواد د اساسي قانون د ۱۳۹ مې مادې خلاف دي، دا ځکه چې په دې طرحه کې سیمه ییزو او ولایتي شوراګانو ته نظارتي صلاحیت ورکړل شوی دی.

د اساسي قانون په ۱۳۹ ماده کې راغلي: ((ولایتي شورا د موخو په تامین کې د دولت پراختیايي موخه او ولایتي چارو د ښه والي لپاره داسې سهم اخلي چې په قوانینو کې یې یادونه شوې او د ولایت اړوند مسایلو کې مشوره ورکوي. ولایتي شورا خپلې دندې د سیمه ییزې ادارې په مرسته ترسره کوي.))

هغه او د جرګې نور غړي دغه قانون ته د بیاکتنې غوښتوونکي شول او ویې ویل، هغه قوانین چې د افغانستان د اساسي قانوني خلاف وي د ناستې په اجنډا کې شامل نه شي.

امیرخان یار په دې اړه وویل، تېره چهارشنبې اداري پلاوی او وکیلانو لټي کړې وه او د قانون دغه طرحه هم د اساسي قانون خلاف ده او اعتبار نه لري، ځکه جرګه نه شي کولای د هغو قوانینو طرحه تصویب کړي چې د افغانستان د اساسي قانون خلاف وي.

هغه زیاته کړه، اداري پلاوي د جرګې د داخلي امنیت چارو کمېسیون د وړاندیز له مخې دغه قانون رایې ورکولو ته وړاندې کړى و.

 هغه د داخلي دندو د امنیت کمېسیون ته دنده ورکړه چې د یاد قانون طرحه له اختلافونو وروسته د جرګې د رییسانو کمېټې ته وړاندې کړي څو په اجنډا کې شامله او قانوني مرحلې طی کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست د جرګې د یادو تصمیمونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د قانون د دوو طرحو له تصویب ښکاري چې د خلکو استازي په نالوستې لاسلیک کوي او پرته له دې چې د قانون د طرحې په محتوا پوه شي د تصویب لپاره یې رایې ورکوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.