ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې «محمد اشرف غني» ګټونکی دی

ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې «محمد اشرف غني» ګټونکی دی

author avatar
22 Dec 2019 - 12:03
ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې «محمد اشرف غني» ګټونکی دی
author avatar
22 Dec 2019 - 12:03

 

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى دى.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوي خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه وې اعلان شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټولو ولايتونو کې د رايو له بياشمېرنې وروسته نن د مرغومي په لومړۍ نېټه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په دې اړه يوې خبرې غونډې ته وويل چې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک شوو رايو شمېر ١٨٢٤٤٠٤ دی.

دې وويل چې د همدې رايو ٥٠،٦٤ سلنه محمد اشرف غني، ٣٩،٥٢ عبدالله عبدالله، ٣،٨٥ سلنه ګلبدين حکمتيار او پاتې نورې ۱۱ نوماندانو ترلاسه کړي دي.

دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۲ نورو نوماندانو له ډلې ګلبدین حکمتیار ۳.۸۵ سلنه، رحمت‌ الله نبیل ۱.۸۶ سلنه، ډاکتر فرامرز تمنا ۰.۹۹ سلنه، سید نورالله جلیلي ۰.۸۵ سلنه، عبداللطیف پدرام ۰.۶۹ سلنه، عنایت الله حفیظ  ۰.۶۲ سلنه، محمد حکیم تورسن ۰.۳۶ سلنه، احمدولي مسعود ۰.۲۲ سلنه، محمد شهاب حکیمي ۰.۱۸ سلنه، غلام فاروق نجرابي ۰.۰۹ سلنه، محمد حنیف اتمر ۰.۰۹ لنه او نور رحمان لېوال ۰.۰۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غوښتي چې د ټاکنو د لومړنيو پایلو داعلان په اړه د قانون مطابق خپل اعتراضونه او شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کې ثبت کړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.