ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیز چارو وزارت: هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي

د کار او ټولنیز چارو وزارت: هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي

author avatar
2 Jan 2020 - 19:40
د کار او ټولنیز چارو وزارت: هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي
author avatar
2 Jan 2020 - 19:40

کابل (پژواک،۱۲مرغومی ۹۸): د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د ګډ کار د پلان هوکړه لیک په داسې حال کې د اړوندو ارګانونو له خوا لاسلیک شو چې دوو لوړپوړو حکومتي چارواکو په هېواد کې د شپږ میلیون ماشومانو د بد وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

یاد هوکړه لیک نن د مرغومي په ۱۲ مه د ولسمشر د دویم مرستیال په موجودیت کې د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (UNCIF) د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د دې هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې وویل، فقر او ناامني د افغان ماشومانو پر وړاندې اساسي ننګونې دي او دغه دوه لاملونه د دې لامل شوي چې د دولت پر موجوده هڅو سربېره لا هم په هېواد کې ۳،۷ میلیون ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ تعریف شوي لومړیتوبونه باید په یادو دوو لاملونو تمرکز ولري.

نوموړي له ماشومانو د ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ د قانون د تطبیق په برخه کې د دولتي ادارو پر ډېره همغږۍ ټينګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ د قانوني او حقوقي برخو د رامنځته کېدو لپاره ښه ګامونه پورته شوي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ قانون او په ټوله کې له ماشومانو د ملاتړ د تطبیق لپاره د یاد قانون مطابق ځانګړی میکانیزم په پام کې نیول شوی او د یادې موخې لپاره په مرکز او ولایتونو کې یوې کمېټې کار پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لیندۍ په میاشت کې ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه بې اعتباره اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې له سره دې قانوني مراحل ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه په تېرو څو کلونو کې څو ځله د ولسي جرګې په اجنډا کې شامله شوې، خو د دریمې مادې پر سر یې د جرګې د غړو ترمنځ د موجوده اختلاف له امله تصویب شوې نه ده.

په ورته وخت کې د روان کال د لیندۍ په ۱۸ مه د ولسي جرګې اداري پلاوي د ماشومانو له حقونو د ملاتړ په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د تصویب خبر ورکړ، خو د یاد قانون له درېیمې مادې سره لسګونو مخالفو وکیلان تر رایې ورکونې مخکې د جرګې له ناستې ووتل.

د یادې طرحې په درېیمه ماده چې راغلي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړی؛ خو انتقاد کوونکي وايي چې دغه ماده باید داسې تعدیل شي چې ماشوم هغه چاته وايي چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم او پر ظاهري بڼه یې د بلوغ نښې ښکاره نه وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات چې په دې ناسته کې خبرې کولې، په هېواد کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، په هېواد کې شپږ میلیون ماشومان له جدي ټولنیزو زیانونو او ګواښونو سره مخامخ دی، خو د درېیو میلیونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی.

هغه د دې په روښانولو چې اوس په افغانستان کې ۴۴ سلنه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري، زیاته یې کړه، ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کول د ماشومانو قانون تطبیق ته اړتیا لري او باید په دې اړه هڅې ترسره شي.

هغه د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون په اړه د ولسي جرګې استازو ترمنځ د نظر اختلاف ته په اشاره په ملي شورا کې د خلکو له استازو وغوښتل چې یاده موضوع سلیقه يي او سیاسي نه کړي او قانون په ښه همغږۍ تصویب کړي.

بلخوا د بشر حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر یادې ناستې ته وویل، د معلولو ماشومانو وضعیت ته د رسېدو لپاره ډېره توجه نه ده شوې.

هغې زیاته کړه: ((معلولو ماشومانو ته هېڅ کار نه ترسره کېږي، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته چې ذهني معلولیت لري، نجونې په دې برخه کې څو ځله ډېرې زیانمنې شوې دي.))

نوموړې دې ته په اشاره چې د داسې ادارې د رامنځته کولو لپاره چې معلولو ماشومانو ته رسېدنه وکړي، ډېرې بودیجې ته اړتیا نشته، وویل، هیله ده چې دولت په دې برخه کې ژمنه وکړي او یونیسف هم همکاري وکړي.

دغه راز نوموړې له پوهنې وزارت او یونیسف ادارې وغوښتل، هغو ماشومانو ته چې د ورځې له خوا کار کوي، د شپې ښوونځي جوړ کړي څو دوی زده کړو ته د لاسرسي له حقه بې برخې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې پوهنې وزارت ویلي و چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له ښوونځي پاتې دي، خو دغه وزارت یې د زده کړو لپاره پر پروګرامونه جوړ کړي کار کوي.

په افغانستان کې د یونیسف نړیوال سازمان د دفتر سرپرست شیما سین ګوپتا په دې غونډه کې له افغان دولت او خلکو سره د یونیسف پخوانیو اړیکو ته په اشاره وویل، په اوسنیو شرایطو کې د ماشومانو ساتنه د افغان دولت او یونیسف ګډ لومړیتوبونه دي.

هغه زیاته کړه، هغه راپور چې د تېر ميلادي کال په مارچ میاشت کې یونیسف د فقر د اندازې په اړه خپور کړ، ښيي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان د پوهنې او روغتیا خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

ګوپتا وویل، یونیسف سازمان د افغان دولت د ځینو مسوولو ادارو په همکارۍ د اړتیا وړ خدمتونو له دې ډلې پوهنې ته د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو لپاره د مرستو راټولو پر پروګرام کار کوي.

هغه د ماشومانو د ملاتړ قانون چې د ولسمشر غني په تقنیني فرمان نافذ شو، په هېواد کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره مهمه پېښه وبلله، خو د یاد قانون د تصویب په سر په ولسي جرګه کې رامنځته شوي جنجال په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي په ملي شورا کې د ماشومانو د ملاتړ قانون پر تصویب ټینګار کړی او ویلي یې دي: ((له ښه مرغه د ماشومانو د ملاتړ قانون کې په جنګي تاوتریخوالي کې د ماشومانو د قربانۍ او جذب د مخنیوي لپاره اغېزمن حکمونه اټکل شوي دي.))

هغه روښانه کړه چې د مسوولو ادارو له خوا د قانون د تطبیق لپاره اړتیا ده چې مدني او ټولنیز فعالان د ماشومانو د ملاتړ لپاره د هېواد په کچه منظم شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.