کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۸): د کابل له نظامي روزنیز مرکزه د ۴۹ ښځو په ګډون نږدې ۱۱۰۰ افسران، بریدملان او سرتېري فارغ شول.
نن په یاد روزنیز مرکز کې په دې اړه د فراغت ځانګړي مراسم نیول شوي وو.
د کابل د نظامي مرکز سرپرست قوماندان ډګروال روح الله شېرزي په دغو مراسمو کې وویل، د نظامي قطعاتو د لا مسلکیتوب او د هېواد د بچیانو د نظامي روزنې په برخه کې له هېڅ هڅې درېغ نه کوي.
هغه وویل په هغو کسانو کې چې نن له درې میاشتنۍ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول، څه باندې زر سرتېري او پاتې نور بریدملان او افسران دي چې ۴۹ یې ښځې دي.
د ملي اردو د ښوونې او روزنې څانګې قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد ناظم وویل چې د ښوونې او روزنې ټول مرکزونه د ملي اردو د پرمختللې کولو لپاره کار کوي.
مېرمنې روزین چې د پوځي زده کړو له یاد درې میاشتني دورې فارغه شوي، وایي: "درې میاشتې کېږي چې دلته موږ تاکتیکي درسونه لکه د اېم څلوېښت، اېم شانزده او نورو وسلو کارول زده کړل، عقیدتي درسونه مو ولوستل او چمتو یو چې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د دښمنانو پر وړاندې وجنګیږو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن