ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: پولیس د هېڅ افغان د وژلو حق نه لري؛ د قوې کارول بايد سنجيده وي

ولسمشر غني: پولیس د هېڅ افغان د وژلو حق نه لري؛ د قوې کارول بايد سنجيده وي

author avatar
13 Jan 2020 - 15:50
ولسمشر غني: پولیس د هېڅ افغان د وژلو حق نه لري؛ د قوې کارول بايد سنجيده وي
author avatar
13 Jan 2020 - 15:50

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): ولسمشرغني د سلګونو پوليسو د فراغت په غونډه کې د ځواک پر قانونی کارونې او د پوليسو په چارو کې د لاسوهنو پر مخنيوي ټينګار وکړ، وایي چې نور هېڅ «غل او قاچاقبر» پوليس نه شي ګواښلی.

نن په کابل کې د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی د ملي پوليسو اکاډمۍ د يوولسمې دورې له پنځو پوهنځيو، (جنايي، امني، سرحدي، لوجستيک او ترافيک) څخه ۴۵۵ تنه فارغ او ولسمشر پنځو غوره فارغ شويو کسانو ته د غازي مير بچه خان مډالونه ورکړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د فراغت په نننۍ جوړه شوې غونډه کې وويل چې افغانستان مسلکي او پوه پوليسو ته اړتيا لري، تر څو په هېواد کې قانون په ښه ډول پلی کړی.

هغه وويل:”پولیس د هېڅ افغان د وژلو حق نه لري، د اعدام حکم محکمه کوي؛ د قوې کارول بايد سنجيده وي.”

غني، پوليس په ټولنه کې د قانون د حاکميت ممثلين وبلل او زیاته یې کړه:” په تېرو ۱۸ کلونو کې پوليس جګړو ته سوق کړی شوي وو، دوی بايد دوباره خپلو اصلي دندو ته چې د قانون د حاکميت پلي کول دي، راوګرځول شي.”

ولسمشر د کورنيو چارو پر وزير غږ وکړ، ویې ویل:” په کورنيو چارو وزارت کې بايد بهرنۍ لاسوهنې صفر ته ورسېږي، په دې برخه کې زما بشپړ ملاتړ درسره دی.”

هغه فارغو شويو پوليسو ته په خطاب کې وويل چې د افغان پوليسو ستر ملاتړی دی، د افغانستان په قانون کې هېڅ نامسووله وسله وال ځای نه لري او تردې وروسته هېڅ غل او قاچاقبر پوليس نه شي ګواښلی.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د پولیسو چاپېریال باید له هر ډول فساد او تبعیض پاک وي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي وويل چې د پوليسو اکاډمۍ په روزنيز نصاب کې اړين بدلونونه راوستل شوي او دا لړۍ دوام لري.

هغه وويل چې یاد فارغ شوي کسان د کابل ښار په دوو امنيتي حوزو او يوې ولسوالۍ کې پر دندو ګومارل شوي
 او د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر به د کابل ښار په امنيتي حوزو کې اړين اصلاحات راولي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې د جنایي جرمونو له ډېروالي شکایتونه ډېر شوي دي.

اندرابي وایي د جرمونو د کموالي په موخه دوې نوې تګلارې چې يوه يې «له جرمونو سره د مبارزې تګلاره» او بله يې «د امنيتي حوزو کاري تګلاره» ده، جوړې او د پلي کېدو په حال کې دي.

د کورنيو چارو وزارت د تعليماتو، کادر او پرسونل د چارو مرستيال لوی پاسوال عبدالجبار پردلي وويل چې د ملي پوليسو اکاډمۍ له يوولسمې دورې د يو شمېر نجونو په ګډون ۴۵۵ تنه افسران تر څلور کلنو زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له یادې اکاډمۍ په تېرو ۱۸ کلونو څه باندې ۱۸۸۰۰ افسران او ساتنمنان فارغ شوي دي.

له نننیو فارغ شوي افسرانو څخه، دويم څارن حزب الله په نننۍ ناسته کې د نورو فارغ شويو افسرانو په استازيتوب خبرې وکړې، ویې ویل چې فارغ شوي کسان به په لوړ مورال د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.