کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): په کندهار ښار کې د یوې مدرسې د چت پرېوتو له امله پنځه ماشومانې مړې شوې او ۸ نورې ټپيانې دي.
دغه پېښه نن (د مرغومي ٣٠مه) د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې د یوه کور د کوټې چت چې د کلي ماشومانو ته په کې دیني زده کړې ورکول کېدې، نړېدلی او پر مهال یې ۵ ماشومانې مړې شوې او ۸ نورې ټپیان شوې دي.
هغه زیاته کړه، د ښاروالۍ د ناحیې د مسوول د معلوماتو له مخې، دغه کور د تېرو ورښتونو پر مهال زیانمن شوی او نن یې چت لوېدلی دی.
دی وايي، د ښاروالۍ مسوولین هڅه کوي د دغسې نورو پېښو د مخنیوي په موخه هغه کورونه په نښه کړي چې زاړه دي او د ورښتونو له امله یې د نړېدو احتمال شته.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د طیبې په نوم دغې محلي مدرسې په یوه کور کې فعالیت درلود چې د کلي کوچنیو نجونو او هلکانو ته یې دیني زده کړې ورکولې.
هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست پلاوی سیمې ته تللی او په دې اړه پلټنې کوي.
ده دا هم وویل چې د دې محلي مدرسې مسوول له پېښې وروسته ځان نادرکه کړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي هم پژواک خبري اژانس ته په دې پېښه کې د ۵ ماشومو نجونو د مړې کېدو او ۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
ده وویل، له پېښې وروسته پولیس سیمې ته تللي او د ټپیانو په لېږد کې یې مرسته کړې ده.
هغه زیاتوي، پولیس د دې پيښې په اړه پلټنه کوي.
د یادونې ده، په کندهار کې د ورښتونو له پیل سره تېره اوونۍ په سپین بولدک کې په یوه ورته پېښه کې د کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن