ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په سرپل کې ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
4 Feb 2020 - 11:57
په سرپل کې ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
4 Feb 2020 - 11:57

 

سرپل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په سرپل ولایت کې د امنیتي ځواکونو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون شپږ سرتېري او د امو دریا قطعې د عامه نظم پولیسو د قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د سرپل امینه قوماندان مل پاسوال غلام جیلاني ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سرپل او جوزجان امنیتي ځواکونو د سرپل د مرکز په ګولایي تخته سیمه کې کمین نیولی و.

خو نوموړي وویل چې په دغه کمین کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره، په دغه برید کې د مفرزه قطعې اړوند د یوه قوماندان طوفان په ګډون د ملي امنیت شپږ سرتیري وژل شوي او د امو دریا قطعې د عامه نظم د قوماندان حفیظ په ګډون درې نور یې ټپیان شوي دي.

یاده قطعه د سرپل – جوزجان پر لویه لاره پوستې لري.

طوفان وړاندې د طالبانو پخوانی قوماندان و چې څلور کاله وړاندې دولت ته تسلیم شوی و او د طالبانو پر وړاندې جنګېده.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د جوزجان په حد بخشي سیمه کې د نوموړي ۹ کسان د طالبانو له خوا ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د سرپل امنیه قوماندان وایي چې د یادې پېښې مړه او ټپیان د سرپل ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

جیلاني زیاتوي چې تراوسه یې په دغه پېښه کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

 بله خوا د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد رضا رضايي  د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان توپان تېره شپه د سرپل په تخته پل سيمه کې د طالبآنو پر قرارګاه بريد کړى  او د طوه طالب قوماندان عبدالحق په جعفر مشهور او عبيده يې له ٩ وسله والو سره وژلي  او قرارګاه يې تخريب کړې. 

ده زياته کړې چې د قرارګاه ټول نظامي تجهزات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو بله خوا طالب وياند قاري یوسف احمدي پژواک اژانس ته په رالېږل شوي پيغام کې ويلي چې د سرپل د سيدابآد ولسوالۍ په تخته پول سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان توپان د خالد او حفيظ نومونو له دوه نورو قوماندانانو سره وژل شوى دى

هغه ادعا وکړه چې په دې بريد کې شش کومانډو او نور سيمه ييز پوليس هم وژل شوي، خو هغه د طالب وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل. 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.