لښکرګاه (پژواک، ٦ کب ٩٨): له هرات او غور ولايتونو وروسته په هلمند کې هم د کرونا ناروغۍ يوه شکمنه پېښه ثبت شوه.
د هلمند والي محمد ياسين خان د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرونا يوه شکمنه پېښه ثبت شوې ده.
هغه وويل: ((دغه کس له هراته راغلى، معاينات يې موږ کابل ته استولي څو معلوم شي چې کرونا لري او کنه.))
هغه د ياد کس په اړه نور معلومات وړاندې نه کړل خو ويې ويل چې په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې يوه مثبته او شپږ شکمنې او په غور ولايت کې يوه شکمنه پېښه تر اوسه ثبت شوې ده.
د يادونې ده، د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په اوهان ښار پیدا او ثبت شوی او دا مهال د نړۍ ۳۳ هېوادونو ته رسېدلى دى.
د يادې ناروغۍ له امله دا مهال يواځې په چين هېواد کې ٢٣٥٠ کسان مړه شوي او نږدې اتيا زره نور پر دې ناروغې اخته شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن