کابل (پژواک ٦ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر وايي، دا چې دا سيمه (افغانستان او ګاونډ) د ستونزو ځاله ده، نو امريکا به په دې سيمه کې همېشنى استخباراتي موجوديت ولري.
نوموړي دغه خبرې، نن (سه شنبه) په نوي ډيلې کې په خبره ناسته کې وکړې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځۍ هوکړې له مخې به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر په لومړي پړاو کې ۸۶۰۰ ته راکموي او تر هغه وروسته به ګوري چې دایمي پایله څه راوځي.
د ده په خبره، د امریکا او طالبانو پر هوکړه، د ده د مخالفینو په ګډون ټول خلک خوښ دي.
هغه زياته کړه، که له هوکړې وروسته په سیمه کې د امریکا پر ضد کوم څه پېښ شي، نو امریکا به یې سخت ځواب ورکړي.
دى همداراز وايي، د هند له لومړی وزیر نرېندرا مودي سره یې هم د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه خبرې کړې دي او هغه هم غواړي چې دا هوکړه وشي.
د ده په وينا، امریکایی پوځ له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې دی او اوس وخت را رسېدلی چې له دې هېواده ووځي.
ترمپ زياته کړه، د امریکا پوځ یو پولیس ځواک نه دی او افغانان باید په خپله د خپل هېواد پولیسي مسوولیت پر غاړه واخلي.
نوموړي یو ځل بیا خپله مخکينې خبره تکرار کړه چې د افغانستان جګړه په اسانۍ ګټلی شي، خو نه غواړي چې میلیونونه بې ګناه خلک ووژني.
ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد ډېر څه کړي او د داعش ډله یې له منځه وړې ده، خو اوس وخت را رسېدلی چې د سیمې هېوادونه په دې اړه خپل مسئولیت ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبان وايي، په خپل منځ کې به بله شنبه (کب ١٠مه) د سولې تړون لاسلیک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن