کابل (پژواک، ١٦کب ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزير د نړيوالې محکمې پر هغه تصميم چې په افغانستان کې به د امريکا د جنګي جنايتونو د تورونو د څېړنې اجازه ورکوي، سختې نيوکې وکړې.
نړيوالې محکمې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امريکايي او نورو خواوو له لوري د جنګي جنايتونو د تورونو د څېړنې په اړه د اجازې ورکړې پرېکړه کړې ده .
ددغې محکمې د حکم په اساس، په افغانستان کې به د امريکا او نورو لوريو د فعاليتونو له پيله يې کړنې وڅېړل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په واشنګټن د يوې خبري غونډې پرمهال د نړيوالې محکمې دغه تصميم د تمې خلاف وباله .
دغه امريکايي چارواکي ياده محکمه يو"ياغي اوناقانونه بنسټ" ياد کړ او ويې ويل :" ددغې محکمې نامسوولانه ياده پرېکړه داسې مهال صادرېږي چې امريکا د افغانستان د سولې په موخه يو تاريخي تړون لاسليک کړ، په دغه هېواد کې د يوه نسل لپاره د سولې دا غوره چانس دى ."
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په ٢٣مه نړيوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنايتونو د څېړنې وړانديز رد کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن