کابل (پژواک،۲۲ کب ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې د سولې خبرو د مذاکراتي ټېم د غړیتوب لپاره د ملي شورا له لوري له ټولو اووه غوره شوو کسانو څخه شپږ د دولت ساز ټېم ملاتړي او یو تن د ثبات او همپالنې ټېم پلوی دی.
دغه راز د موندنو له مخې، د یادو اووه کسانو له ډلې درې د هرات، دوه د کندوز، یو د نیمروز او یو د بامیانو ولایت دی او له یادو کسانو څلور تاجک، یو ازبک، یو هزاره او یو بلوڅ دی.
په همدې ترتیب موندنې ښيي چې د یادو اووه کسانو له ډلې یو د حزب اسلامي ګوند غړیتوب لري، یو کس د جمعیت اسلامي ، یو کس د افغانستان د اسلامي حراست ګوند رییس او څلور نور کسان د کوم ګوند غړیتوب نه لري.
د سولې مذاکراتي پلاوی
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د روان کال د کب په لسمه لاسلیک شو او د یاد تړون له مخې بین الافغاني خبرې باید د کب په ۲۰ مه پیل شوې وای. دغه خبرې تر اوسه نه دي پیل شوې خو حکومتي چارواکي وايي چې ډېر ژر به مذاکراتي ټېم معرفي کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ۱۷ مه د ملي شورا د تقنیني دورې د دویمې ناستې د پرانیستې پر مهال وویل، د داسې مذاکراتي پلاوي پر سر خبرې شوې چې د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب وکړای شي.
ولسي جرګې تېره ورځ عبدالرووف ابراهیمي، قاضي نذیر احمد حنفي، غلام فاروق نظري، فاطمه عزیزي او فریده حمیدي د پچې اچونې له لارې د سولې د مذاکراتي ټېم د غړو په توګه معرفي کړل. مشرانو جرګې یوه ورځ مخکې محمد اکبري او امنه افضلي د یاد ټېم د غړو په ډول معرفي کړي دي.
د ملي شورا د یادو اووه غړو ژوند لیک
عبدالرووف ابراهیمي:
ابراهیمي په ۱۳۴۱ کال کې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلی، نوموړى د کندوز د تخارستان له دیني مدرسې څخه تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته داخل شوی، خو یاد پوهنځی یې نه دی بشپړ کړی او هغه مهال يې د شورویانو پر ضد جهاد پیل کړی و.
نوموړی د مجاهدینو تر بریالیتوب وروسته د شېرخان بندر د قوماندان، د شمال د درېیمې سرحدي فرقې د قوماندان او سرحدي لوا د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې او په ۱۳۸۱ کال کې یې د اضطراري لویې جرګې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.
دغه راز ابراهیمې له ۱۳۸۴ کال راهیسې د ولسي جرګې غړیتوب لري او د ملي شورا په ۱۶ مه تقنیني دوره کې يې د ولسي جرګې د رییس په توګه کار کړی دی.
عبدالرووف ابراهیمي وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړیتوب لري او د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې د دولت ساز ټېم ملاتړ کړی دی.
غلام فاروق نظري:
د ولسي جرګې په ۱۶ او ۱۷ مه دورو کې د هرات د خلکو استازی نظري په ۱۳۳۴ کال کې په هرات کې زېږېدلی. دی وايي چې د هرات پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی دی.
نظري زیاتوي، مخکې له دې چې نوموړی ولسي جرګې ته لار پیدا کړي پر سوداګرۍ بوخت و او د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د دولت ساز ټېم ملاتړ کړی دی. هغه وايي چې د هېڅ ګوند غړیتوب نه لري.
قاضي نذیر احمد حنفي:
حنفي چې له ۱۳۸۴ کال راهیسې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی دی په ۱۳۳۸ کال کې په هرات کې زېږېدلی دی. هغه وايي چې په اسلامي تعلیماتو برخه کې یې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې او تر اوسه یې ۴۱ علمي اثرونه لیکلي دي.
حنفي چې د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب لري زیاتوي، ولسي جرګې ته تر بریالیتوب مخکې یې د جهادي قوماندان، د هرات د تصمیم نیونې شورا د غړي، د افغانستان د دیني عالمانو د سراسري شورا د غړي، د هرات د دیني عالمانو شورا د رییس، د هرات د ګذرې ولسوالۍ د ولسوال، په ۱۳۷۲ کال کې د اهل او عقد شورا د غړي او د اساسي قانون د لویې جرګې د غړي په توګه کار کړی دی.
نوموړي وویل، د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې د ثبات او همپالنې ټېم ملاتړ کړی دی.
فریده حمیدي:
حمیدي په ۱۳۴۸ کال کې په نیمروز ولایت کې زېږېدلې ده، نوموړې وايي چې په کابل کې د کاتب خصوصي پوهنتون د حقوقي له پوهنځي فارغه ده.
هغه له ۱۳۸۹ کال راهیسې په ولسي جرګه کې د نیمروز دخلکو استازې ده، حیمدي ولسي جرګې ته تر بریالیتوب مخکې د ښوونکې او په نیمروز ولایت کې د ښځو چارو د رییسې په توګه کار کړی دی. حمیدي زیاتوي چې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت ساز ټېم څخه ملاتړ کړی او د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري.
فاطمه عزیز:
عزیز په ۱۳۵۳ کال کې په کندوز ولایت کې زېږېدلې او د کابل پوهنتون له طب پوهنځي فارغه ده.
هغه مخکې له دې چې په ۱۳۸۴ کال کې ولسي جرګې ته د کندوز د خلکو د استازې په توګه بریالۍ شي د کندوز په حوزوي روغتون کې د نسايي ــ ولادي برخې ډاکتره وه. د نوموړې په خبره په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې بېطرفه وه خو د دولت ساز ټېم په غونډو کې یې ګډون کړی او په کندوز کې د امنیتي ستونزو له امله نه ده توانېدلې په یاد ولایت کې دولت ساز ټېم ته کمپاین وکړي.
د مشرانو جرګې دوه هغه غړي چې د سولې د مذاکراتي ټېم د غړیتوب لپاره غوره شوي دي.
محمد اکبري:
اکبري په ۱۳۲۳ کال کې د بامیان په ورس ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دی وايي چې د دیني علومو برخه کې یې په عراق کې تر لېسانس کچې زده کړې کړې دي.
هغه د ملي شورا د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه تقنیني دوره کې د بامیانو د خلکو استازی و او یو کال مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د انتصابي سناتور په توګه وټاکل شو.
نوموړي وویل، مخکې یې د هېواد په دیني مدرسو کې د مدرس په توګه خدمت کړی او د شوري ځواکونو پر وړاندې یې په جهاد کې برخه اخیستې او اوس د افغانستان د حراست اسلامي ګوند رییس دی.
هغه هم وویل چې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د دولت ساز ټېم ملاتړ کړی دی.
امنه افضلي:
افضلي په ۱۳۳۶ کال کې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې زېږېدلې او وايي چې د کابل پوهنتون د ساینس له پوهنځي فارغه ده.
افضلي زیاتوي چې نوموړې د ساینس پوهنځي د استادې، د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرې، د اساسي قانون د کمېسیون د غړې، د سیمه ییز امن جرګې د غړې، د ولسمشر د مشاورې، د ځوانانو چارو وزیرې، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د وزیرې په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
هغه وايي چې مخکې یې د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب درلود، خو اوس د هېڅ سیاسي ګوند غړې نه ده.
افضلي زیاتوي چې د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت ساز ټېم طرفداره وه خو د ځینو ملاحظاتو له امله یې یاد ټېم ته کمپاین نه دی کړی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن