ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې تر اوسه ١٦ افغان کډوال له کرونا مړه شوي دي

په ايران کې تر اوسه ١٦ افغان کډوال له کرونا مړه شوي دي

author avatar
24 Mar 2020 - 11:51
په ايران کې تر اوسه ١٦ افغان کډوال له کرونا مړه شوي دي
author avatar
24 Mar 2020 - 11:51

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تر اوسه په ايران کې له کرونا ناروغۍ ١٦ افغان کډوال مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له چين  او ايټاليا وروسته په ايران کې د کرونا ناروغي ډېره خپره شوې او تر اوسه په دغه هېواد کې شاوخوا ١٦سوه کسان له دې ناروغۍ مړه او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالباسط انصاري د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ايران کې ١٦ افغان کډوال له کرونا ناروغۍ مړه شوي دي.

خو دا چې په دغه هېواد کې څومره افغانان پر دې ناروغۍ اخته شوي، د ياد وزارت وياند يې په اړه معلومات نه درلودل.

انصاري زياته کړه: ((د ناروغانو د ارقامو پيدا کول ستونزمن کار دى؛ ځکه چې دلته زرګونه کسان په بېلابېلو ولايتونو کې پرې اخته شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال شکايت کوي چې د ايران حکومت د هغو افغان کډوالو په اړه چې د کرونا ويروس له امله مړه شوي او يا اخته شوي، معلومات ورسره نه شريکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى تر اوسه د ١٤ افغانانو له مړينې خبر شوي، خو هېڅوک ورته دقيق ارقام نه ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد عالمي بلخي لس ورځې مخکې د ولسي جرګې استماعيه غونډې ته ويلي وو، چې په ايران کې له کرونامړه شوي کسان په قرنطين کې خاورو ته سپارل شوي دي.

هغه اندېښنه ښودلې وه چې په ايران کې د کرونا له خپرېدو سره د افغان کډوالو يو سېلاب افغانستان ته را روان دى چې په دې سره به په هېواد کې د دې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه زياته شوې ده.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې هره ورځ شاوخوا لس زره افغان کډوال له ايرانه دغه ولايت ته راستنېږي چې بيا نورو ولايتونو ته ځي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې تر اوسه د کرونا ٤٤ پېښې ثبت شوې چې اکثره يې له ايران څخه راغلي وو.

دغه راز د کرونا يو ناروغ په بلخ ولايت کې مړ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.