کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۸) : په ایران کې د افغانستان سفیر وایي چې په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د غیر رسمي ارقامو له مخې ۵۰ تنه افغان کډوال مړه شوي دي.
افغان سفیر عبدالغفور لیوال د وري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ایران ورسره رسمي ارقام نه دي شریک کړي، خو ددوی د سفارت د کډوالو څانګې د کډوالو له استازو سره په غیر رسمي توګه معلومات ترلاسه کړي چې له مخې یې شاوخوا ۵۰ تنه افغان کډوال د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
ده زیاته کړه، چې دغه شمیره چې د کډوالو اتشې ترلاسه کړې، غیر رسمي او غیر مستند دي، خو بیا هم دوی په دې هڅو کې دي، چې له ایران حکومت څخه رسمي ارقام ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې په ایران کې ۱۶ تنه افغان کډوال له کرونا ناروغۍ مړه شوي دي.
په ایران کې هم د کرونا ناروغي په تیزۍ سره خپریږي، تر اوسه په دغه هیواد کې تر ۳۸ زرو ډیر کسان اخته شوي دي او تر ۲۶۰۰ زیات مړه دي.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ نږدې ۷۰۰ زره کسان اخته شوي او ۳۲ زره کسان مړه شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن