کابل (پژواک ١٠ ورى ٩٩): د افغانستان برېښنا شرکت او د افغان بیسیم مخابراتي تر منځ د برېښنا پایو په کرایه ورکولو او د نوري فایبر مزي په کرایې ورکولو دوه تړونونه لاسلیک شول.
دغه مطلب د برېښنا شرکت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى ا زياته کړې يې ده چې تړونونه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب او په افغانستان کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د عامل رئیس مرستیال تر منځ لاسلیک شول.
سرچينه زياتوي، د دې تړونونو له مخې به د افغانستان برېښنا شرکت د نوري فایبر هغه مزی چې د سب سټېشنونو نښلون لپاره یې مخکې له مخکې د لوړ ولټاژ پایو کې نصب کړی و، اوس یې دوه مزي د دې هوکړه لیک له مخې د افغان بیسم مخابراتي شرکت ته د انټرنټ خدمتونو لپاره په کرایه ورکړل شول.
سرچينه کاږي، دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت او افغان بیسیم مخابراتي شبکې تر منځ د ټیټ او منځني ولټاژ برېښنا پایې د انټرنټ مزي غځولو لپاره په کرایې ورکولو تړون د لسو کلو لپاره هم د دواړو لوریو د مشرتابه تر منځ لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې تړون سره د کابل ښار دننه د ټیټ ولټاژ برښنا ټولې پایې په میاشتنۍ ډول د ۲۰۰ ډالرو په ارزښت په کرایې ورکړل شوې.
د برېښنا شرکت وايي، مخابراتي شبکو ته د انټرنټ مزي غځولو لپاره د برېښنا پایو په کرایه ورکولو په اړه له اوږدې مودې د افغانستان برښنا شرکت او اړوندو مخابراتي شرکتونو تر منځ د همغږۍ ګڼې ناستې او پر تخنیکي اړخونو یې خبرې اترې شوي دي.
د سرچينې په حواله، د برېښنا پایو له لارې د انټرنټ مزو لېږد په اړه د افغانستان برېښنا شرکت په مشرتابه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د مخابراتو وزارت د نوري فایبر څانګې، افغان ټيلیکام مخابراتي شبکې، د احصایې ملي ادارې او د تدارکاتو په ګډون د ګڼو نورو اړوند ادارو استازو سره مشورتي ناستې جوړې شوې دي، چې د ټولو اړخونو له وړاندیزونو او مشورو وروسته یاده موضوع د هېواد اقتصاد عالي شورا ته د عمومي پرېکړې لپاره وړاندې شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن