تالقان (پژواک، ١٣ ورى ٩٩): د غير مسوولو وسله والو په بريد کې د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان او يو ساتوونکى يې ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مير رحمان په دغه ولسوالۍ کې د غير مسوول وسله وال بشير د نيولو لپاره ورغلى و.
هغه وايي چې د بشير کسانو پر امنيه قوماندان بريد کړى چې په ترڅ کې خپله امنيه قوماندان او يو ساتوونکى يې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې بشير او يو ساتونکى يې وژل شوي دي.
اسير زياته کړه: ((وروسته بيا له تالقان نه نور ځواکونه ورغلل، جګړه ختمه شوه اوس سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.))
دغه راز په تالقانو کې يو تن مدني فعال نعيم رحيمي پژواک ته وويل چې په ورسج ولسوالۍ کې ورځ تر بلې د غير مسوولو وسله والو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دى.
هغه وايي: ((هره ورځ هلته د غير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ جګړه وي چې ډېرى وخت په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.))
همدارنګه د يادې ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالغفور پژواک ته وويل چې لس ورځې مخکې د ولسوالۍ په بازار کې د غير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ جګړه وشوه چې له امله يې شل هټۍ وسوځېدې.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د تخار اوسيدونکو په دغه ولايت کې د غير مسوولو وسله والو له ډېرېدو او فعاليتونو څخه شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن