کابل (پژواک، ۲۱وری۹۹): د ولسمشر د فرمان له مخې سل نور طالب بندیان هم خوشې کیږي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي د بګرام له زندان څخه سل نور طالب بندیان هم خوشې کیږي.
دغه بندیان د سن، روغتیایي وضعیت او د قید مودې ته په کتو خوشې کیږي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم سل طالب بندیان خوشې شوي وو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په اساس ټاکل شوې وه پنځه زره طالب بندیان او زر کسه امنیتي سرتېري د کب تر شلمې او له بین لافغاني خبرو مخکې خوشې شي، خو دغه بهیر وځنډید او حکومت وویل چې دغه کار ډېر وخته اړتیا لري.
دغه راز طالبانو د وري په ۱۸ مه وویل چې حکومت په بېلابېلو پلمو دغه بهیر ځنډوي او کابل ته ددوی تللې ډله به په دې اړه بې پایلو غونډو کې ګډون نه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن