ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ماسک او محافظتي لباس جوړېدو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

کابل کې د ماسک او محافظتي لباس جوړېدو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

author avatar
14 Apr 2020 - 14:54
کابل کې د ماسک او محافظتي لباس جوړېدو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ
author avatar
14 Apr 2020 - 14:54

کابل(پژواک،۲۶وری ۹۹): په کابل کې د لومړۍ ځل لپاره یوې فابریکې  د یو میلیون ډالرو په لګښت د کرونا ویروس پروړاندې د ماسک او محافظتي لباس د جوړېدو چارې پیل کړې.     

دغه فابریکه نن رسما د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز له خوا پرانېستل شوه او رسما یې فعالیت پیل کړ.

وزیر وویل چې اوس دوی د کرونا ویروس پروړاندې یو میلیون محافظتي لباس ته اړتیا لري، دغه فابریکه به په یوه میاشت کې له ۳۰۰تر ۵۰۰ زرو پورې تولید کړي.    

هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې د یوه دغه محافظتي لباس بیه ۶۰ ډالرو ته رسېدلې،  خو له دغې فابریکې سره یې په ۵ ډالره قرارداد کړی.           

وزیر وویل چې ددې فابریکې له رامنځته کېدو سره افغانستان ته ۵۰ میلیونه ډالره سپما شوې.         

  فیروز وویل چې بازار کې دغه ډول ماسک او محافظتي کیت ته اړتیا ده نو که نور څوک په دې برخه کې پانګې اچونې ته چمتو وي،له هغوی سره به هم قرارداد وشي.    

فیروز په دې اړه چې په ۵۰ ورځو کې کرونا مدیریت شوې وویل:(( که دوه میاشتې نوره هم مدیریت شي، نو انشالله موږ او تاسو به له یوه ستر بحران څخه نجات پیدا کړی وي.))          

وزیر په دې برخه کې د خلکو  مرسته مهمه وګڼله او ویې ویل چې په دې برخه کې به نه پاملرنه توپان رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د ماسک او ضد عفوني توکو قیمت څو برابره لوړ شوی او په بازار کې لږ پیدا کیږي.  

بلخوا ددغې فابریکې څښتن الله محمد کاکړ وویل چې پر دغې فابربکې یې یو میلیون ډالره پانګه اچونه کړې، شاوخوا ۱۷۰۰ کارکوونکي لري، چې ۱۱۰۰ یې ښځې دي.                                                

 کاکړ وویل چې دغه فابریکه په یوه ورځ کې د ۵۰زره د طبي او غیر طبي ماسکونو او د ډاکټرانو لپاره د ۱۰ زهره کیټونو د تولید وړتیا لري.        

هغه زیاته کړه چې خپل تولیدات له بازاره په ټیټه بیه ورکوي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.