کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : د افغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزیر پر وژل کیدو خواشينی څرګنده کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي سردار عارف وزیر باندې پرون د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه ښار کې وسله وال برید شوی و، چې له امله یې هغه سخت ټپي شو، خو نن سهار یې د اسلام اباد په یوه روغتون کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هغه وژل کیدل په لر او بر سیمه اونړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شو، دا فغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو او ټولنیزو فعالانو هم د هغه وژل غندلي او خواشیني یې ښودلې ده.
د مشرانو جرګې رییس فضلهادي مسلمیار په ټولنیزه شبکه ټویتر کې لیکلي : (( د عارف وزیر شهادت سخت ودردولم، ددې ستر ویر د خواشینۍ مراتب له منظور احمد پشتین او غړو، لر بر ویرژلو پښتنو او په ځانګړي ډول له ویاړلي مبارز علي وزیر سره شریکوم. ))
افغانستان د سیمه ییز ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیګ هم دعارف وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه هم په ټویټر کې لیکلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر لارې سردار عارف خان وزير ترور کېدو نه يوازې دردولي، بلکې اندېښمن کړی هم دی.
بیګ ویلي، د پښتون ژغورني غورځنګ يو بشپړ مدني او سولهييز حرکت دی چې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، د خپلو روا او انساني حقونو د تر لاسه کولو او پر سيمه د روان ټروريزيم پر ضد مبارزه کوي
د هغه په وینا، نه يوازې د سيمې هېوادونه، بلکې نړۍ يې بايد ملاتړ وکړي. د عارف وزير په څېر مبارزو انسانانو ترور به په سيمه کې د ټروريزم د له منځه تلو وروستۍ هيلې هم مړاوې کړي.
متین بیګ زیاته کړې : (( موږ (تر ډېورنډ کرښه دې غاړه افغانان) او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي يو ډول، له يوه ادرسه، د ورته ترهګري ښکار يوو. زموږ وينه، درد، ارمانونه او دښمن شريک دی. د شهيد پر ګور رڼا او د لارې ملګري يې پياوړي غواړو. ))
د ولسمشر ستر سلاکار او د چارو دادارې رییس فضل محمود فضلي هم د عارف وزیر وژل غندلي او له کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د عارف وزیر د عدم تشدد مبارزه کوله او دا مبارزه به یې هم رنګ راوړي.
په سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخیل هم پر دې وژنې ژور خپګان څرګند کړی دی .
هغه زیاته کړې، د خپل مظلوم قام دحقونو د مدافعینو ترور ترهګریز عمل دی چیرته چې د بیان پر ازادۍ او مدني فعالیتونو باور نه وي،هلته د مبارزینو ژوند په خطر کې وي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم ویلي چې د عارف وزیر پر وژنې سخت خواشینی شوی دی.
هغه ویلي، هدفي وژنې نشي کولی چې د ولسونو اراده بدله کړي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان ویلي، د لوی افغانستان ارمانجن عارف وزیر له ډېرو اُمیدونو سره خپل روح رب ته وسپاره.
نوموړي زیاته کړې، پښتانه چې د خپل حق او عزت لپاره مبارزه کوي، پنجاب یې د مرموزو وژنو لړۍ پيل کړې.
ده ویلي : (( خو موږ به جنازې وړو، څو په نره، په دې ډګر د پنجاب جنازه پورته کړو! د ننګ مړ خو څه مړ نه دی د بې ننګه ژوند جفا ده))
مدني او ټولنیز فعال ډاکټر ظهیر لیکلي، د پنجابي استعمار په حساب کې یو بل جرم اضافه شو. پښتنو ته یو بل پور ور له غاړې شو.
دغه راز نن په یو شمیر ولایتونو کې د عارف وزیر غایبانه جنازې هم شوې دي.
د یادونې وړ ده چې عارف وزیر د غورځنګ یو شمیر نورو غړو سره د ولسمشر اشرف غني د لوړ مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته هم راغلی و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن