کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د کندهار ښار په عینو مینه کې لمانځه ته پر تلونکو کسانو چاودنه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار دا منیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصربارکزي د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې چاودنه په شاوخوا اته نیمو بجو شوې ده.
هغه زیاته کړه چې چاودنه د کندهار ښار په عینو مېنه کې لومړۍ فوارې ته څېرمه شوې ده.
بارکزي وویل، په چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي چې ټول لارویان دي
بارکزي د چاودنې د موخې او نوعیت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل پولیس د څېړنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي.
عیني شاهدان وايي چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن