میمنه (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د دوو لیني موټرو د ټکر پېښه کې لس کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه د دولت اباد_ اندخوی لارې په اوږدو کې د قرمقول ولسوالۍ د اق مزار سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: ((یو سراچه موټر له میمنې ښاره او یو موټر له مزاره راته چې ټکر یې کړی دی.))
د هغه په خبره، یاده ساحه د طالبانو په کنټرول کې ده، د قومي مشرانو په منځګړتوب لس مړي دولت اباد ولسوالۍ او درې ټپیان د اندخوی روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو یو لاروی او عیني شاهد دوه شپږ میاشتني ماشومان او یو درې کلن ماشوم چې په یاده پېښه کې ټپیان شوي وو، د میمنې ښار کې د پژواک خبریال ته وسپارل.
هغوی وایي: ((مړي شاوخوا یو ساعت د جګړې په میدان کې پراته وو، هیڅوک نه ور نږدې کېدل، د دې لپاره چې ماشومان تلف نه شي، هغوی مو د میمنې ښار ته بوتلل، پر بل چا مو باور نه درلود، خبریالانو ته تسلیم کړل.))
د پژواک خبري اژانس خبریال یاد ماشومان د میمنې ښار روغتون ته ولېږدول او اوس تر درملنې لاندې دي.
د میمنې ښار د بېړني سرویس موظف، ډاکتر عبدالهادي وایي چې د دواړو ماشومانو یوه یوه پښه ماته شوې ده خو عمومي وضعیت یې ښه دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن