کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت د سږ کال کانکور ازموینې له داوطلبانو غواړي چې د یادې ازموینې لپاره لازم چمتووالی ولري؛ ځکه چې اړوندې کمېټې د ازموینې اخیستو پر طرحه کار پیل کړی دی.
د کرونا خپرېدو له امله د هېواد ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه رخصت دي او کانکور ازموینه چې ټاکل شوې وه د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې پیل شي، تر اوسه اخیستل شوې نه ده.
د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو مسوول عزیزاحمد اوریا پژواک ته وویل: "د کرونا ویروس په هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی، اړ یو پر یوې داسې طرحې کار وکړو چې له مخې یې کانکور ازموینه واخلو، په همدې منظور یوه کمېټه هم ټاکل شوې ده."
د هغه په خبره چې یاده کمېټه د ازموینې د څرنګوالي او نېټې په اړه تصمیم نیسي.
هغه څرګنده کړه چې یاده طرحه به له بشپړېدو او د عامې روغتیا وزارت له خوا د هغې له تایید وروسته د اجرا وړ وګرځي.
نوموړي زیاته کړه: "نو له دې مخې ښاغلي داوطلبان باید خپل لازم چمتووالی ولري."
د هغه په خبره چې د مرکز او ولایتونو د کانکور ازموینې مهالوېش به د عامې روغتیا وزارت له هوکړې وروسته اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن