کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې نن یې د افغانستان د حکومت ۲۲ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غبرګولي په ۲۳مه، په ټویټر کې لیکلي چې نن یې په پروان ، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې ۲۲ تنه دولتي بندیان خوشې کړي دي.
هغه ویلي چې دوی سره د پخوا په څیر د نغدو پیسو مرسته شوې او کورونو ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دمخکې هم طالبانو شاوخوا ۵۵۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي وو، چې دې سره د ټولو خوشې شویو بندیانو شمیره شاوخوا ۵۷۲ تنو ته ورسیده.
خو افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړي او ولسمشر نن اعلان کړی چې دوه زره نور خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دافغان سولې پروسه ګړندۍ شوې او ټاکل شوې ده چې ډير ژر بین الافغاني مذاکرات په قطر کې پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن