شبرغان(پژواک، ۴ چنګاښ ۹۹): د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې او څو ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند معروف اذر پژواک اژانس ته وویل چې دغه ماین د مردیان د فروک کلا د کلي پر لاره د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پرځای شوی و.
ده وویل چې ماین هغه مهال چاودنه کړې چې کله یوه ریکشاه چې اووه کسان په کې سپاره و او له یاد کلي څخه د ولسوالۍ مرکز ته روان و، پر دغه ماین ختلې .
د نوموړي په وینا، ددغې چاودنې له امله یوه ښځه ، دوه ۱۲کلنه او ۱۷کلنه نجونې، یو ۱۵کلن هلک او دوه نور نارینه وژل شوي او یوبل تن ټپي دی.
د والي ویاند زیاته کړه چې یاده سیمه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او په دې سیمه کې امنیتي ځواکونه هم تګ او راتګ نه لري ، نو نه پوهیږي چې دغه ماین په کوم دلیل ایښودل شوی و.
ددولت وسله والو مخالفینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن