کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹) : په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي چې ممکن د روانې اوونۍ تر پایه پورې د حکومت کابینه بشپړه او بیا وروسته ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.
تر دې مخکې ټاکل شوې وه، چې د حکومت له ژمنې سره د غبرګولي تر ۲۹مه پورې نوماند وزیران د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د کب میاشتې په ۱۹مه د دویم ځل لپاره د لوړې مراسم ترسره کړل او ویلي وو چې وزیران به ډېر ژر د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفې کړي، خو تراوسه یې دغه کار نه دی کړی او ډېری وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
د ولسي جرګې رییس او غړو هم څو ځلې په خپلو غونډو کې له حکومت څخه د باور رایې اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته د معرفي کولو غوښتنې کړې دي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاء الحق امرخېل د چنګاښ په ۹مه، پژواک خبري اژنس ته وویل چې ممکن د روانې اوونۍ تر پایه پورې د حکومت د کابینې وزیران بشپړ شي.
هغه زیاته کړه، چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د کابینې د نویو وزیرانو تر اعلان وروسته به د حکومت اړوندو ادارو او وزارتونو کې د هغوی د اسنادو تر ارزونې وروسته ولسي جرګې ته د بارو رایې لپاره واستول شي.
دی وایي، چې ډېر ژر به د ډاکتر عبدالله د ټیم له خوا د هغوی د وزیرانو نوملړ ولسمشر اشرف غني ته واستول شي، چې بیا به د ولسمشر له خوا رسمي اعلان وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تراوسه پورې د بهرنیو چارو، پوهنې، مالیې، کانونو، اطلاعات او فرهنګ، عامې روغتیا او ښځو چارو وزارتونو او د ملي امینت او د افغانستان بانک ریاستونو ته نوماندان ټاکل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولنیزو شبکو او ځینو رسنیو هم د عبدالله د ټیم د نوماند وزیرانو نومونه خپاره کړي دي، خو تراوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي.
يو شمېر سياسي شنونکي او خلک وايي چې د نوي کابينې نه اعلانېدو پر حکومتولۍ منفې اغېزې کړی او په اقتصادي، ټولنيز او کاري برخو کې يې ستونزې را ولاړې کړې دي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشرعبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه لاسليک شوه، خو دواړو لورو د کابينې ټول غړي تراوسه نه دي معرفي کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال پژواک ته وويل چې د کابينې پر لېست جدي کار روان دى او ډېر ژر به یې غړي د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن