کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): د عامه ساتنې ملي تصدۍ مشر وايي، د دې تصدۍ د تامیناتو رئيس، د لوجستیک عمومي مدیر او د البسې د امر په ګډون یې پنځه چارواکي عدلي او قضایي ادارو ته ور پېژندلي دي.
د عامه ساتنې ملي تصدي په هېواد کې د امنیتي خدمتونو ترڅنګ د لویو عامه پروژو او د خصوصي سکټور د امنیت خوندیتوب لپاره د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې کار کوي.
د دې تصدۍ مشر جنرال خوشحال سعادت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دې تصدۍ د تامیناتو رئيس، د لوجستیک عمومي مدیر او د البسې د امر په ګډون یې پنځه چارواکي عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
دی وايي: "زموږ د لومړنیو معلوماتو او ارزونې پر اساس، دوی له دېرش زره څخه ډېرو نظامي درېشیو (کالیو) د حیف و میل او نورو نظامي تجهیزاتو چې د ۲۰۸ میلیونه افغانیو پروژه ده، په کې د فساد ترڅنګ د وظیفوي غفلت او له صلاحیتونو د ناسمې استفادې په تور تورن دي."
هغه وایي چې د عامه ساتنې تصدي د ولسمشر د لید لوري پر بنسټ د لویو ملي پروژو او خصوصي سکټور د بشپړ امنیت مسوولیت لري.
د سعادت په وینا، د همدې باور لاسته راوړلو لپاره له فساد سره مبارزه یې لومړیتوب دی، څو وکولی شي د عامه ساتنې ځواک پر یوه تجهیز شوي ځواک بدل کړي.
د لویې څارنوالۍ له ویاند جمشید رسولي سره مو اړیکه ونیوه، خو ویې ویل چې څارنوالۍ ته د یادو کسانو د معرفي کېدو په اړه به وروسته معلومات ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن