کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹): د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند دوو ځانمرګو چې غوښتل یې د مولا علي پر روغتون او یوه رسنۍ برید وکړي، نیول شوي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوه کسان نن (سې شنبې) د شپږمې ناحیې په ګولایي دواخانه سیمه کې نیول شوي دي
سرچینه وایي: «دغه دوه ځانمرګي د داعش ډلې د خراسان برخې پورې اړوند وو چې غوښتل یې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د مولاعلي پر خصوصي روغتون او په ګولایي دواخانه سیمه کې پر یوه سیمه ییزه رسنۍ ځانمرګی برید وکړي چې له برید مخکې د ملي امنیت د پرسونل له خوا په نښه او ونیول شول.»
د هغه په خبره، نیول شوي کسان لطف الله چې په خراساني مشهور دی او احمدالله نومېږي او د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه دوه کسان د درېیو نورو کسانو لکه هر یو احمد، ابو عمر او خیبر په غوښتنه داعش ډلې ته جذب شوي دي، دغو درېیو کسانو د ځانمرګي برید عملیاتي پلان درلود او غوښتل یې چې په مخکې تعیین شوو اهدافو ځانمرګی برید ترسره کړي.
د داوود حسیني په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي وویل چې مولا علي خصوصي روغتون له لسو کلونو راهیسې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په ګولایي دواخانه سیمه کې فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون هم برید وشو چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن