کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۹): د ښځو چارو فعالانې سوله غواړي او د جمهوریت، امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ساتلو، ښځو ته په حکومتولۍ کې پر ډېرې ونډې او د اساسي قانون په تېره د دغه قانون د دویم فصل پر ساتلو ټینګار کوي.
د ښځو چارو فعالانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ډيموکراسۍ، بنسټیزو ازادیو، مدني حقونو، په چارو کې د ښځو برخه اخیستنې او د بشري حقونو په برخه کې لوی ګامونه اخیستي دي.
سرچینې له یوې خوا سوله او د جګړې پای ته رسول او له بلې خوا د دغو لاسته راوړنو ساتل مهم ګڼلي او لیکي: «نن ورځ موږ په خپله ټولنه کې په زرګونو کونډې، معیوبین او بېوزلې مېرمنې لرو او له بده مرغه په ځینو مواردو کې ځینې مېرمنې حتی د جګړې پر مهال پلورل شوي او پېرل شوي هم دي.»
په اعلامیه کې راغلي چې د همدې لپاره، د افغانستان ښځې په هېواد کې عادلانه، وقار لرونکې او تلپاتې سوله او د ارزښتونو د ساتلو غوښتنه کوي.
سرچینه لیکي چې جمهوریت په نړۍ کې له منل شوو ارزښتونو دی؛ ځکه چې د حکومتولۍ په پروسه کې د اتباعو ګډون کول یوازې د جمهوري نظام له لارې امکان لري.
په اعلامیه کې راغلي: «په تېرو دوو لسیزو کې افغان مېرمنو د ډیموکراسۍ او جمهوریت غوښتنې د پروسې په پیاوړي کولو کې د پام وړ رول لوبولی دی او د جمهوريت غوښتونکي نظام ساتنه د دوی د غوښتنو یوه اصلي کرښه بلل کېږي او پرې ټینګارکوي.»
سرچینې زیاتوي چې د اتباعو مساوي حقوق، توکمیز او مذهبي تنوع، د بیان ازادي، د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی او په چارو کې د ښځو برخه اخیستنه د اوسني اساسي قانون مهمه برخه ده.
سرچینه لیکي: «د اساسي قانون دویم فصل چې د وګړو اساسي حقونه او وظایف په کې شامل دي، د اتباعو د حقونو خوندي کولو او تضمین اساس دی او که لازمه وي، د افغان مېرمنې د دغه فصل پر ساتنه ټینګار کوي.»
په اعلامیه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ساتلو ټینګار شوی: «د افغانستان د ملي پولیسو او ملي اردو روزل شوو ځواکونو د خپل ژوند په قیمت هېواد کې د ثبات او نظم ساتنه کړې. موږ نه یوازې دا چې د اسلامي جمهوریت دغښتلتیا لپاره د دغو ځواکونو ساتل او پیاوړي کول مهم ګڼو؛ بلکه موږ د دوی هر یوه قرباني ستایو او درنښت یې کوو.»
د ښځو چارو فعالان د ښځو د حقونو په ساتلو هم ټینګار کوي او وایي چې ښځو تل د افغانستان په وده او پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی او په تېرو دوه لسیزو کې په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو کې د افغانستان د پرمختګ لویه برخه وه.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ښځې د اساسي قانون او د اتباعوو له مساوي حقونو سره سم، د افغانستان په پرمختګ او حکومتدارۍ کې لا ډېر او جدي حضور غواړي.
سرچینې د جګړې د قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ د اوربند غوښتنه کوي او زیاتوي: «د تاریخ په دې بحراني وخت کې، موږ د جګړې په ښکیلو خواوو، په ځانګړي توګه د طالبانو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پروسې په ملاتړ کوونکوغږ کوو، چې له ناورین ډکه دغه جګړه ژر تر ژره د افغانانو د بشري حقونو په درناوي پای ته ورسوي او ژر تر ژره، دایمي او هر اړخیز اوربند اعلان کړي، مېندې نورې د خپلو بچو له جنازو او ویره ستړې دي او تمه لري چې د افغانستان نسل وژنه ژر تر ژره ودریږي؛ ځکه چې پر دې ځمکه نور د وژنو لپاره هېڅ توجیه نشته.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن