فیض اباد (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د بدخشان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د وردوج ولسولۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی؛ خو دوه ملکیان او دوه سیمه ییز پولیس په کې ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې یوه ځانمرګي د وردوج ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پر قوماندان حبیب الله د دې ولسوالۍ په دشت فراخ کې د نوموړي کور ته نږدې پر هغه برید کړی دی.
هغه وایي چې حبیب الله له دغه بریده روغ وتلی، خو د نوموړي دوه کسان او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبر، د ځانمرګي او د دولت له مخالفو ډلو سره د هغه تړاو له دې امله د تشخیص وړ نه دی؛ چې یوازې دوه پښې یې پاتې دې او د بد نور غړي یې له منځه تللي دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن