کندهار (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د زيړۍ ولسوالۍ د انکشافي شورا يو غړى وژلى دى.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند جمال بارکزي د وږي په ١٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار د ښار ختيځه څنډه کې د ډنډ څلور لاري سره د زيړۍ ولسوالۍ د انکشافي شورا غړى حاجي تور جان وژلى دى.
هغه زياته کړه، چې بريد ګر له پېښې وروسته تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
بارکزي دغه راز وويل چې پرون ماښام په زيړۍ ولسوالۍ کې پر يوه موټرسايکل د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او بل ټپي دى.
بلخوا د کندهار د امنيه قوماندانۍ لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه اووه وسله والو د ميوند ولسوالۍ بېلا بېلو سيمو کې پر پوستو بريدونه کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې په ځوابي بريدونو کې اووه بريدګر وژل شوي او پنځه يې ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن