ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا له افغانستان سره د څلورو جنګي الوتکو مرسته وکړه

امريکا له افغانستان سره د څلورو جنګي الوتکو مرسته وکړه

author avatar
17 Sep 2020 - 13:27
امريکا له افغانستان سره د څلورو جنګي الوتکو مرسته وکړه
author avatar
17 Sep 2020 - 13:27

کابل (پژواک، ۲۷ وږي ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د امريکا له خوا د افغانستان هوايي ځواک سره د څلورو جنګي الوتکو مرسته وشوه.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان د وږي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه الوتکې نن په يو لړ مراسمو کې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.

نوموړي وويل چې په دې مراسمو کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د هوايي ځواک قوماندان ، او د ناټو ځواکونو قوماندانانو برخه اخيستې وه.

امان وويل چې د امريکايي ځواکونو له خوا (اى۲۹) جنګي الوتکو مرسته شوې چې په عملياتو کې به د افغان ځواکونو له لوري وکارول شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد په دغو مراسمو کې د مننې ترڅنګ وويل چې په اوسينو سختو شرايطو کې افغان ځواکونو ته دغه څلور الوتکې سپارل کېږي .

هغه له دفاعي ځواکونو وغوښتل چې له مرستو شويو الوتکو څخه د هېواد په دفاع کې ګټه واخلي.

ديادونې ده چې تر دې مخکې امريکا د افغانستان هوايي ځواک سره ددغو ډول الوتکو مرستې کړې وې.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموريت کې امريکايي جنرال ډيډريک يادو مراسمو ته وويل چې تر دې مخکې هم دوى له افغان هوايي ځواک سره ١٨ دغه ډول الوتکو مرستې کړې دي.

نوموړي زياته کړې چې راتلونکو څو مياشتو کې به شپږ نورې الوتکې هم وسپارل شي.

دغه امريکايي جنرال يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.