ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جلال اباد ښار څخه نږدې ۱۵۰ روږدي کسان کابل ته ولېږدول شول

له جلال اباد ښار څخه نږدې ۱۵۰ روږدي کسان کابل ته ولېږدول شول

author avatar
4 Oct 2020 - 15:11
له جلال اباد ښار څخه نږدې ۱۵۰ روږدي کسان کابل ته ولېږدول شول
author avatar
4 Oct 2020 - 15:11

جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۹): ننګرهار کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه نږدې ۱۵۰ روږدي کسان له جلال اباد ښار څخه راټول او کابل ته د درملنې لپاره ولېږل شول.

مسوولين وايي، پلان کې ده چې ياد کسان تر درملنې وروسته دې ولايت کې د بنايي ملي ادارې له لوري د بيارغونې پيل شويو کارونو کې پر دنده وګومارل شي.

ياد کسان تېره شپه او نن سهار د جلال اباد ښار له مختلفو واټونو راټول شول او نن د تلې په ۱۳مه د کاسټر موټرو په وسيله کابل ته ولېږدول شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې د والي ضياء الحق امرخېل په لارښوونه د ننګرهار د عامې روغتيا او امنيه قوماندانۍ په ګډه له جلال اباد ښار څخه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړل.

هغه زياته کړه، دا کسان کابل ته د درملنې په موخه ولېږدول شول چې هلته به ۴۵ ورځې د روږدو کسانو په روغتون کې تر درملنې لاندې وي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، روږدي کسان به تر درملنې وروسته ننګرهار کې د بنايي ملي ادارې له لوري د بيارغونې پيل شويو کارونو کې پر دنده هم وګومارل شي چې بيا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.

خوږياڼی وایي، ننګرهار کې د روږدو کسانو ۱۵۰ بستريز روغتون شته چې له موجودو امکاناتو په کې زيات شاوخوا ۳۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي، خو دا چې جلال اباد ښار کې د روږدو کسانو شمېر ډېر دی، نو کابل ته د درملنې په موخه ولېږدول شول.

بې روزګاري، د فقر د کچې لوړوالی او په ازاده توګه نشه يي توکو ته لاسرسی هغه عوامل دي چې جلال اباد ښار کې يې په نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر کړى دی.

نقيب الله چې د همدغو روږدو کسانو په ډله کې و، پژواک ته يې وويل، که هر څومره درملنه يې وشي او کار ورته پيدا نه شي نو دوی به بيا د بې روزګارۍ له امله همدې حالت ته راستنېږي.

خو د ننګرهار ولايتي چارواکو ډاډ ورکړی چې دا ځل به د نشه يي توکو د کاروباريانو د نيولو برخه کې له جديت څخه کار اخيستل کېږي او دا چې روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه نه کړي دوی ته به کاري زمينې برابرې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.