کابل(پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د ميدان وردګو د کلیو بیا رغونې او پراختیا رياست چارواکي وايي، په دې ولايت کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سيداباد او بهسودو په ولسواليو کې دوه پلونه جوړیږي.
د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ په جان خان کلي کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ متره اوسپنیز کانکریټي پل د جوړېدو کار پيل شو.
سرچينه زياتوي، په يادو پيسو به د دغه پل تر څنګ نږدې يو نيم کيلومټر نښلونکى سړک هم جوړ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پول به د جان خان، هاشم خېل، مستي خېل، ګدرخېل، نوري، ذهین، خانخېل او زرین خېل کلي د سید اباد ولسوالۍ له مرکز سره ونښلوي.
دغه راز سرچينه زياتوي، د مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې هم د شپږ عشاريه دوه میلیونو افغانیو په لګښت د یوه پول د جوړېدو تړون لاسلیک شو او ژر به یې کار پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پول به د ملي انسجام سیمه ییز پروګرام له لوري جوړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن