کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): ډاکتر عبدالله د سولې خبرو پر مهال د جګړې شدت د منلو وړ نه ګڼي او وايي چې ایران ته سفر یې په افغان سوله کې د ایران د اغېزناک رول د درک او د سولې له بهیره د دغه هېواد د ملاتړ ترلاسه کولو په معنا دی.
ډاکتر عبدالله د سولې د هڅو لپاره د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د خپلو سیمه ییزو سفرونو په دوام د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړ.
د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتي دفتر په نننۍ خبرپاڼه کې چې پژواک هم ترلاسه کړې، راغلي، ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي ایران ته د سفر په جریان کې تېره ورځ په تهران کې د افغانستان د لوی سفارت په پروګرام کې ګډون وکړ.
په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال یادې ناستې ته وویل، دوی په بېلابېلو برخو لکه د تهران او کابل ترمنځ د سیاسي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي او هڅه کوي چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې حل او د کډوالو حضور قانوني کړي.
نوموړي زیاته کړه، په اوسنیو شرایطو او د افغان سولې د بریالیتوب لپاره په سیمه کې د ایران رول ته په پام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا اغېزمنه ده او دوی د یادو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هڅې کوي.
د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ناستې ته وویل، ایران ته سفر یې په افغان سوله کې د ایران د اغېزناک رول د درک او د سولې له بهیره د دغه هېواد د ملاتړ ترلاسه کولو په معنا دی.
هغه زیاته کړه: ((د ایران له لوړپوړو چارواکو سره په نننیو لیدنو کې ایران د افغانانو پر مشرۍ د پایدارې سولې پر بریالیتوب ټینګار درلود.))
د ملي مصالحې عالي شورا رییس زیاته کړه، په تېرو څلورو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تل ښې وې. ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د جهاد او مقاومت په دوره او هم په وروستیو دوو لسیزو کې یې تل د افغانستان ملاتړ کړی دی.
عبدالله ټینګار وکړ چې د افغانستان او ایران د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو د مناسباتو د جامع سند د وروستي کېدو په برخه کې پرمختګ شوی او ډېر ژر به په کابل کې ګډ کمېسیون جوړ شوي.
هغه وویل: ((په نننۍ لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ښې خبرې ترسره شوې او سبا به هم یاده موضوع په جدي ډول تعقیب کړو.))
عبدالله زیاته کړه، هڅه کوي د سولې په خبرو او هڅو کې په ایران کې د افغان کډوالو حضور او استازیتوب په اغېزناک ډول تامین کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن