ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت ۰۳ قطعه: د کندهار میوند او ژیړۍ کې ۱۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي امنیت ۰۳ قطعه: د کندهار میوند او ژیړۍ کې ۱۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Oct 2020 - 21:58
د ملي امنیت ۰۳ قطعه: د کندهار میوند او ژیړۍ کې ۱۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Oct 2020 - 21:58
کندهار (پژواک، ۲۹ تله ۹۹): چارواکي وايي، د کندهار په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي امنیت د ۰۳ قطعې، ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو د میوند او ژیړۍ ولسواليو کې عملیات کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زیاته کړه، دغه عملیات د میوند او ژیړۍ په اعظم خان کارېز، شاهی کارېز، میراخور کلي، مندوزو او شېر علي کارېز په سیمو کې شوي چې پر مهال یې ۵۰ وسله وال وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان حاجي حبیب الله او دوه پاکستاني اتباع عثماني او قریشي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د طالبانو د مشاورینو په توګه ګومارل شوي وو، شامل دي.
نوموړي وویل، له پیل شوو عملیاتو سره د افغان ځواکونو هغه پوستې چې له تېرو څو ورځو د محاصرې په حال کې وې، خلاصې شوي او وسله وال په شا تمبول شوي دي.
د ملي امنیت له ۰۳ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د دغه خبر په ورکولو راغلي چې وسله والو ته یې په دغو عملیاتو کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د عملیاتو په پایله کې ۱۲۸ وسله والو ته د مرګ ژوبلې په اړولو د جګړې لومړۍ کرښه چې د ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو تر منځ وه، له منځه وړل شوې او د وسله والو هغه پلان یې شنډ کړی چې له همدې لارې یې غوښتل پر ډنډ او پنجوايي ولسوالیو برید وکړي.
د خبرپاڼې په حواله دغه عملیات د امنیتي ځواکونو له خوا په شدت روان دي.
د یوه بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو په تخته پل ولسوالۍ کې هم ۶ وسله وال وژلي دي.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، دغه وسله وال د دغې ولسوالۍ په شاهین کلا کې د امنیتي ځواکونو په کمین کې وژل شوي چې مهم قومانداان قاري محمد عیسی هم په کې شامل و.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار په ژیړۍ او میوند کې له هغه وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي چې وسله والو طالبانو په هلمند کې د جګړې له پیل کېدو سره هم مهاله دغو ولسوالیو ته راغلل او پر امنیتي پوستو یې بریدونه پیل کړل.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.