کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډلې د سولې بهیر کې د افغان ښځو پر معنا داره ګډون د ملاتړ ترڅنګ د هغوی د لاسته راوړنو پر خوندیتوب هم ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک ۲۰مه کالیزه نمانځل کيږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو یوناما دفتر نن د لړم په ١٠مه، په دې مناسبت په خپلې يوې خبرپاڼې کې ویلي چې افغان مېرمنو د ټولنې د یووالي، د شخړو مخنیوي او سولې رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ په خبرپاڼه کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د سولې خبرو کې د مېرمنو پر ګډون ټينګار کړی دی.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي:"د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله د سولې بهیر په هره برخه کې د افغان ښځو د مانا لرونکي او فعال ګډون د ترلاسه کولو او همدارنګه د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ډاډمنېدو کې د هغوی د ښکیلتیا ملاتړ کوي."
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سولې خبروکې باید د افغان مېرمنو اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي لاسته راوړنې وساتل شي.
یوناما زیاته کړې:"ښځو د سولې د بهیر ټولو اړخونو ته له خبرو اترو نیولې د سولې ترعملي کېدو پورې ځانکړی او مهم لید لوری ورکړی چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسلو بشپړ استازیتوب کوي او د ټولو افغانانو لپاره مهم دي."
اوس مهال له طالبانو سره د افغانستان دولت مذاکراټي ډله کې څلور تنې ښځې هم شاملې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» د ښځو حقوقو خوندیتوب ته په اشاره یو ځل بیا په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ژر تر ژره تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی.
یوناما زیاتوي چې روان تاوتریخوالي پر افغان مېرمنو او ماشومانو تر ټولو زیات منفي اغېز کړی دی.
سرچينې زياته کړې، چې ټول اړخونه باید د سولې ټینګښت لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ او سپټمبر ترمنځ د هرو لسو ملکي تلفاتو له ډلې یې څه باندې څلور تنه ماشومان او ښځې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن