کابل (پژواک، ۲۴ لړم ٩٩): د پنجشېر ایمرجنسي روغتون چارواکي وايي چې د دغه روغتون د ډاکترانو یو موټر نن سهار له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د پنجشېر ایمرجنسي روغتون رییس ډاکتر اکبرجان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سها (د لړم ۲۴مه) د دغه ولایت په دالان سنګ سیمه کې له هغه وروسته رامنځته شوه چې یوه کرولا موټر، له هغه موټر سره چې ډاکتران په کې سپاره وو، ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یاد روغتون ۱۴ ډاکتران چې ښځې هم په کې شاملې دي، ټپیان شوي دي؛ خو چا ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی.
د هغه په وینا، له ټپیانو هېڅوک نه دي بستر شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند محمد منصور عنابي هم دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
دالان سنګ د پنجشېر د لویې لارې یوه نسبتاً پېچلې برخه ده چې له دې وړاندې هم سیند ته د موټرو د غورځېدو پېښې رامنځته شوې دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن