ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د طالب زندانیانو ازادول د اوربند لپاره وو خو نتیجه یې ورنه کړه

عبدالله: د طالب زندانیانو ازادول د اوربند لپاره وو خو نتیجه یې ورنه کړه

author avatar
14 Nov 2020 - 10:26
عبدالله: د طالب زندانیانو ازادول د اوربند لپاره وو خو نتیجه یې ورنه کړه
author avatar
14 Nov 2020 - 10:26

هرات ښار (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي پر نه کمېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د بندیانو خوشي کول د اوربند لپاره وو خو نتیجه یې ورنه کړه.

دغه خبرې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د هرات ښار له ښځو سره د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

هغه وویل: «د طالبانو د زندانیانو د خوشي کولو موضوع د دې لپاره وه چې تاوتریخوالي کم شي او په همدې هیله وو چې د مذاکرې له پیل سره هغوی د جګړې درولو او اوربند ته حاضرېږي، حد اقل بشردوستانه اوربند چې له بده مرغه نتیجه یې ورنه کړه.»

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ټینګار وکړ چې د افغانستان په جګړه کې د سیمې هېوادونه دخیل دي او د هغې درول د حکومت په وس نه ده پوره.

هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان مرکچي پلاوی د باعزته سولې د ټینګښت لپاره ټوله هڅه کوي او په داسې حال کې چې پایله یې نه درلوده، د سولې د بحث اړوند موضوعات به له خلکو سره شریک شي؛ څو خلک پرېکړه وکړي.

هغه د هېواد مېرمنو ته ډاډ ورکړ چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو د سولې په مذاکراتو کې معامله ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې هم د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس د هرات د امنیتي ناستو په لومړۍ ورځ په دوحه کې په بین الافغاني مذاکراتو کې د نه پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او پر طالبانو یې تور ولګاوه چې په دغو مذاکراتو کې نرمښت نه ښیي.

په همدې حال، په دې ناسته کې یو شمېر ښځو له طالبانو سره په دغو خبرو کې د حکومت پر ضعیف دریځ نیوکه وکړه.

دغو ښځو ټینګار وکړ چې د طالبانو د زندانیانو له خوشي کولو سره په هېواد کې ناامني لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دې ناستې یوې ګډونوالې سکینې حسیني وویل: «ښاغلی عبدالله، تاسو ولې طالبانو ته سر ټیټوئ، ولې له قوي دریځه له هغوی سره مذاکره نه کوئ.»

د یادې ناستې یوې بلې ګډونوالې حسینې نېکزاد وویل: «له هغې ورځې چې د طالبانو زندانیان ازاد شوي، هره ورځ موږ د جګړې د ډېروالي شاهدان یو، موږ تر اوسه له ښار تر ۳۰ کیلومترۍ پورې چې د کرخ ولسوالي ده؛ نه شو تللای.»

د یادونې ده، عبدالله عبدالله له درېیو ورځو راهیسې د هرات ښار د نهم پړاو په امنیتي ناستو کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته تللی دی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.