جلال اباد (پژواک، ٢٤ لړم ۹۹): امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې يې د ځمکنيو او هوايي بريدونو پرمهال ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، وسله والو په امنيتي ځواکونو ډله ييز بريد کړی و چې د دوی له مقاومت سره مخ شوي دي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، پرون ناوخته وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ پر يو شمېر پوستو باندې ډله ييز بريد کړی و چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
دی وايي، د وسله والو د بريد په غبرګون کې امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکني درانه بريدونه وکړل چې ۱۵ وسله وال طالبان په کې ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان دي.
دی وايي، د وسله والو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادنې ده چې په حصارک کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې امنيتي وضعيت خراب شوی او د وسله والو او امنيتي ځواکونو د جګړو خبرونه ترې خپرېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن