ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جينوا کنفرانس کې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو ژمنې تازه کوي

د جينوا کنفرانس کې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو ژمنې تازه کوي

author avatar
17 Nov 2020 - 14:52
د جينوا کنفرانس کې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو ژمنې تازه کوي
author avatar
17 Nov 2020 - 14:52

 کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې له افغانستان سره د مرستو په تړاو په جينوا کنفرانس کې به د خپلو قوي همکاريو ژمنې را تازه کړي.

ټاکل شوې ده، چې دغه کنفرانس راتلونکې اوونۍ ( دوشنبه، سه شنبه) د افغانستان، ملګرو ملتونو او فنلينډ په ګډ کوربه توب د سويس هېواد په جينوا ښار کې ترسره شي.

د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس وون برنټ نن د لړم په ٢٧مه، کابل کې ديوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان په تړاو د جينوا کنفرانس کې به د اروپايي ټولنې يو لوړ پوړى پلاوى ګډون کوي.

هغه زياته کړه، د جينوا کنفرانس د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې لپاره يو ښه چانس دى چې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو او د راتلونکو ننګونو ارزيابي وکړي.

د اروپايي ټولنې سفير وويل چې دوى له افغانستان سره اوږد مهاله همکارۍ لري او له تېرو څو کلونو راهيسې په سياسي او مالي برخو کې يې مرستې کړې دي.

د نوموړي په وينا، په ٢٠١٨ زېږديز کال کې د افغانستان په اړه د جينوا بين الوزارتي کنفرانس پر مهال اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ٤٧٤ ميليونه يورو مرستې اعلان کړى و .

برنټ وويل چې دغه مرستې په ملکي برخو کې پر اصلاحاتو، عدلي او قضايي او ټاکنو برخو کې لګول شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د جينوا د راتلونکې اوونۍ په کنفرانس کې به نړيواله ټولنه له افغانستان سره يوځل بيا د خپلو قوي همکاريو ژمنې تازه کړي.

د اروپايي ټولنې سفير هيله څرګنده کړه، چې افغان حکومت به هم د نورو ژمنو ترڅنګ د اداري فساد پر ضد د مبارزې ژمنې عملي کړي.

ده وويل چې د کرونا وبا نه يواځې افغانستان بلکې د اروپايي ټولنې اړونده هېوادونه هم سخت ځپلي، له افغانستان سره د پيوستون په موخه اروپايي ټولنې تر اوسه له کرونا سره د مبارزې په برخو کې د ١٤٦ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

برنټ وايي، افغانستان په تېرو ١٩ کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي چې د ښځو د حقوقو او په بېلا بېلو برخو کې د هغوى ګډون يو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د سولې په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.