ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: هره شپه په هېواد کې د سولې راتلو په تمه سبا کوو

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: هره شپه په هېواد کې د سولې راتلو په تمه سبا کوو

author avatar
24 Nov 2020 - 08:21
پاکستان کې مېشت افغان کډوال: هره شپه په هېواد کې د سولې راتلو په تمه سبا کوو
author avatar
24 Nov 2020 - 08:21

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۹): په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې د کډوالۍ ژوند له کړاوونو ډک دى او هيله من دي چې د سولې د روانو خبرو اترو له برياليتوب سره خپل هېواد ته ستانه شي او سوله ييز ژوند پيل کړي.

شاوخوا څلور لسيزې مخکې پر ولسمشر سردار داوود خان تر کودتا او پر هېواد د وخت شوروي اتحاد له يرغل وروسته ميليونونه هېوادوال د پاکستان او ايران ترڅنګ نورو هېوادونو ته کډوال شول.

د یادو کډوالو ډېره برخه (شاوخوا اووه ميليونه) يواځې پاکستان ته ولاړل او د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول.

په پاکستان کې له مېشتو کډوالو ډېره برخه بېرته راستانه شوي، خو اوس هم شاوخوا دوه ميليونه افغانان هلته د کډوالۍ ژوند تېروي.

د افغانستان د سولې پروسې له پيلېدو سره سم چې اوس په کې ځيني پرمختګونه هم شوي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته يې هيله مندي پيدا کړې چې که په هېواد کې سوله وشي، نو دوى به هم بېرته خپلو کليو ته ستانه شي.

د کابل د شکردرې ولسوالۍ يو اوسېدونکى اجمل ريحان چې اوس مهال د کوزې پښتونخوا ايالت په اکوړه خټک سیمه کې د کډوالو په يو پنډغالي کې ژوند کوي، وايي، هره شپه په دې هيله سبا کوي چې په هېواد کې سوله راشي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: “موږ ټول غواړو چې خپل هېواد ته ستانه شو؛ ځکه د کډوالۍ ژوند ډېر خراب وي، هره ورځ له بېلابېل ډول ستونزو سره مخ يو، خو دا چې په هېواد کې سوله نشته او نا امنۍ ډېرې دي؛ نو د سولې هيله يې تر اوسه نيمګړې ده.”

د ريحان په وينا، په خپل هېواد کې به وچه ډوډۍ وخوري، خو چې سوله وي، ارامي وي او هوسا ژوند ولري.

د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ يو اوسېدونکى عزيزالله چې اوس مهال د پښتونخوا ايالت د پېښور ښار په يوه کرايي کور کې اوسېږي، هم د کډوالۍ له ژونده شکايت کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ په بېلابېلو پلمو د پوليسو له خوا ځورول کېږي چې له امله يې ژوند بدرنګه او له ذهني فشار سره مخ شوى دى.

ده زياته کړه: “په هېواد کې روانو جګړو له موږ څخه هرشی اخيستي دي، نه خپلو کليو ته تللی شو او نه هم کورونو ته، د خپلو کرنيزو ځمکو حاصلات هم نه شو ترلاسه کولى.”

هغه په دې هيله دى چې په هېواد کې د جګړو ټغر نور ټول شي او په تلپاتې سولې سره نور له روانو بدبختيو څخه خلاص او خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي زياته کړه: “په هېواد د سولې د راتګ لپاره هرې قربانۍ ته تيار دي، که چېرې سوله زموږ په قربانيو راځي، له خپله سره هم تېر يو.”

د محمد حامد په نوم يو بل افغان کډوال پژواک ته وويل چې د کډوالو په ښوونځيو کې درسي کيفيت ښه نه دى، خو په ځايي دولتي ښوونځيو او پوهنتونونو کې افغانانو ته ډېر چانس نه ورکول کېږي.

هغه زياتوي چې له همدې امله نوى افغان نسل بې سواده او له لوړو زده کړو بې برخې پاتې کېږي.

حامد وايي، افغانانو ته په کارونو کې هم ستونزې وي، ډېرى يې ورځ مزدوري کوي، خو چې کله کومه د نا امنۍ پېښه وشي، نو پوليس لومړى افغان کډوالو ته ګوته نيسي او ورته ستونزې پيدا کوي.

د نوموړي په وينا، دوى ټول په هېواد کې تلپاتې سولې ته سترګې په لار دي، څو په نورو هېوادونو کې له ستونزو او کړاوه ډک ژوند ته د پاى ټکى کېښودل شي.

د ډاکتر خيرمحمد خيرخواه په نوم چې يو افغان کډوال په پاکستان کې د يوه ښوونځي د سرښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، وايي که چېرې په هېواد کې سوله راشي نو تر ټولو مخکې به دى له کورنۍ سره هېواد ته ستون شي.

نوموړي پژواک ته وويل، په پردي هېواد کې اوسېدل ستونزمن دي، د کډوالۍ په ژوند کې يې ډېرې ستونزې ګاللې دي.

خيرخوا وايي، دا چې دی ډاکټر دی، نو غواړي چې له سولې وروسته په خپل هېواد او کلي کې د خپلو خلکو خدمت وکړي.

هغه زياتوي، سوله ژوند دی، د سولې نه شتون پر دوى ډېره ناوړه اغېزه کړې او له ذهني فشارونو سره يې مخ کړي دي.

ده وايي: “هره ورځ په رسنيو کې د هېواد له نا امنيو خبرېږي، خپلوان، دوستان، کليوال او هېوادوالو ته چې مرګ ژوبله اوړي، نو موږ سخت ځورېږو، دا څه ډول جګړه ده چې په څلورو لسيزو کې هم خلاصه نه شوه.”

د هغه په وينا، هره ورځ سولې ته لکه د يوه ستړي مسافر سترګې په لار وي، خو داسې غواړي چې د جګړې د پاى په معنا وي، نه لنډمهاله سوله.

د فضل مولا په نوم يو بل افغان کډوال چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي، په افغانستان کې د سولې نشتوالي او ناامنیو له امله په پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

هغه زياته کړه چې څو کاله مخکې د نسبي امنيت په راتلو سره يې نيمه کورنۍ هېواد ته ستنه شوه، خو پاتې نيمه کورنۍ یې د سولې په تمه لا هم د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

دى وايي: “پخوا به کله کله خپل هېواد ته تلل، مړى ژوندى به کاوه، خو اوس حالات نور خراب شوي، د امنيتي ګواښونو له امله له تېرو دوو کلونو راهيسې هېڅ تللى نه يم.”

قريب الرحمن يو بل افغان کډوال دى چې د پاکستان په يوه پنډغالي کې دوکانداري کوي او خپلو اولادونو حلاله نفقه ګټي. هغه پژواک ته وويل چې دلته ژوند له کړاوونو ډک دى، هره ورځ له يوې ستونزې سره مخ کېږي.

د نوموړي په وينا، دلته له خپلوانو، کليوالو او دوستانو لرې يواځې پروت دى، مړى ژوندى يې هم سخت دى، نو که په هېواد کې سوله راشي، نو خپلو خپلوانو او کليوالو سره به يو ځاى سوله ييز ژوند وکړي.

ده زياته کړه: “په تېرو ٢٣ کلونو کې يو ځل هېواد ته تللى، اوس را څخه خپل کور کلى هم هېر شوي دي، د دوستانو مړي ژوندي را څخه پاتې دي، خو که خداى سوله راوسته، نو بېرته به خپل کور کلي ته ځم.”

په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پخوانى رييس عبدالحميد جليلي هم وايي چې سوله د ټولو افغانانو لومړيتوب دى او سوله هېڅ بل بديل نه لري.

هغه زياته کړه چې هر افغان کډوال سولې ته هيله من دى او د ټولو همدا يو ارمان دى چې په هېواد کې سوله راشي او خپل هېواد ته ستانه شي.

د افغان کډوالو پخوانى رييس وايي چې ډېرى افغان کډوال په پاکستان کې زېږېدلي او دا يې ارمان دى چې خپل هېواد ته ستانه شي او په خپل هېواد کې و اوسېږي.

جليلي وويل، سره له دې چې دلته يو شمېر افغان کډوال ښه ژوند او کاروبارونه لري، خو اکثره يې بيا له کړاوونو او تکليفونو ډک ژوند لري او دې ته په تمه دي چې په هېواد کې سوله تامين او دوى خپلو کورونو ته ستانه شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې يو نيم ميليون يې راجستر شوي او شاوخوا پنځه سوه زره يې راجستر نه دي.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.