ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا له افغانستان سره کېدونکې خپلې نيمې مرستې مشروطې کړې

امريکا له افغانستان سره کېدونکې خپلې نيمې مرستې مشروطې کړې

author avatar
25 Nov 2020 - 09:56
امريکا له افغانستان سره کېدونکې خپلې نيمې مرستې مشروطې کړې
author avatar
25 Nov 2020 - 09:56

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٩): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې هېواد به یې په راتلونکي یو کال کې له افغانستان سره ۶ سوه میلیونه ډالر مرسته وکړي، خو نیمایي برخه به یې د افغان سولې په بهیر کې له پرمختګ سره مشروطه وي.

نوموړي پرون د افغانستان په اړه د جنيوا مرستندوي کنفرانس ته د ويډيو له لارې په خپله وينا کې وويل چې په دوحه کې روانې خبرې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره طلایي فرصت دی.

هغه زياته کړه: “غواړم یوه خبره روښانه کړم،‌ د سولې خبرو پر مهال کېدونکې پرېکړې به په راتلونکي کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو نېغ اغېز ولري.‌ امریکا به یو کال وروسته په دې برخه کې شوی پرمختګ ارزوي.”

پومپیو پر افغان حکومت هم غږ کړی چې پر قانون برلاسي، خپلو نړیوالو مسوولیتونو ته ژمنتیا او د شفافې حکومتولۍ په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.‌

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید د اقتصادي اصلاحاتو او د فساد مخنیوي‌ په برخو کې رښتیني ګامونه پورته کړي.‌

په دغه کنفرانس کې چې د فنليند، افغانستان او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب ترسره شو، نړيوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د څه باندې ١٣ ميليارده امريکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.