ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د ولايتي شورا رييس: امنيه قوماندانۍ کې يوه کړۍ له مخالفينو سره همکاري لري

1 Dec 2020 - 17:42
1 Dec 2020 - 17:42

کندهار (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٩) : د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان ادعا کوي چې ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ کې يوه کړۍ له وسله والو مخالفينو سره همکاري لري.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې څو ورځې مخکې د ولايت په مرکز کلات ښار کې د هغه پر موټر ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې درې کسان ووژل شول او تر ٢٠ زيات ټپيان شوي وو.

حقبيان په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې له څه مودې وروسته په زابل کې يو ځل بيا مرموزې او  ځنځيري وژنې ډېرې شوې دي.

ده زياته کړه، چې دا وژنې له هغه وخته ډېرې شوې چې دلته د طالبانو د يوه مشر ملا يعقوب فعاليتونه زيات او خپله شتون يې باوري شو.

د ولايتي شورا رييس ادعا کوي چې د زابل امنيه قوماندانۍ کې دخيله يوه کړۍ له ملا يعقوب سره په ښار او د ولسواليو په سقوط کې د موټر بم بريدونو کې همکاري کوي.

د نوموړي په وينا، د امنيه قوماندانۍ دغې کړۍ څو ځله خپله له ملا يعقوب سره ليدلي او همدارنګه يې په مرکز کلات کې د څو وژنو او موټر بمونو رهنمايي، ساتنه او انفجار زمينه ورته هم برابره کړې ده.

عطاجان حقبيان له کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست څخه غوښتي چې د دې کړۍ په له منځه وړلو کې لاس په کار شي.

ده زياته کړې : ((که هغوى لاس په کار نه شول، موږ به يې پر وړاندې د خپل ولس ترڅنګ ودرېږو او لومړی به يې د قانون په رڼا کې د رسنيو پر مخ رسوا کړو، ځکه چې دا کړۍ له دښمن څخه ډېر مضره او په اړه يې شواهد هم لرو. ))

د ولايتي شورا رييس وايي چې بيا به ولس په خپله د قانون په رڼا کې اقدام وکړي.

هغه ادعا کړې چې د امنیه قوماندانۍ همدې فاسدې کړۍ پرون د زابل یو بل ویاړلی افسر اسلم خپلواک هم د یوې دسیسې په ترڅ کې له منځه يوړلو.

د زابل د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل فدا محمد د ولايتي شورا د رييس د څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې ښايي هغه ناروغ وي او يا هم پرې شوي موټر بم برید خواشینی کړی وي .

هغه پژواک اژانس ته وويل، د حق بیان وروستۍ څرګندونې د هغه د تېرو میاشتو له هغو څرګندونو سره چې له رسنیو سره یې کړي او یا یې په غونډو کې د ویناوو پر مهال کړي، په ټکر کې دي؛ په داسې حال کې چې هغه تل د امنیې قوماندانۍ کړنې ستایلي او له مسوولینو یې ملاتړ کړی دی.

د امنيت امر وايي، که نوموړی په دې برخه کې کوم څرګند اسناد لري، باید له دوی سره یې شریک کړي.

خو د ده په باور، حق بیان به تر ډېره پر خپلو دغو څرګندونو ونه درېږي .

د ه زياته کړه : ((مهمه دا ده چې پوه شو هغه دغه څرګندونې په کوم حالت کې کړي، په فضا کې و او که پر ځمکه؟))

سمونمل فدا وويل، په زابل کې ګڼ ملکي او نظامي ارګانونه شته، په خپله د امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې د داخلي امنیت اداره شته چې د هر افسر، ضابط او سرتېري کړنې څاري او اړوندو سرچینو ته یې په اړه راپور ورکوي، که کوم څوک له دښمن سره اړیکې ولري، په اړه یې جدي اجراات کېږي.

د هغه په وينا، که د حق بیان د دغو څرګندونو هدف دا وي چې ولې پرې موټر بم برید شوی، نو باید په خپله د ده سکه ورور یې ځواب ووايي چې د ملي امنیت ریاست د یوې ډېرې مهمې څانګې مدیر دی.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version