کلات (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): په زابل ولایت کې د علماوو ولایتي شورا رسماً خپل کارونه پیل کړل چې د چارواکو په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې ګومارل شوې ده.
د زابل مرستیال والي سليمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا شورا چې نن یې فعالیت پيل کړ، د رییس، مرستیال، مالي او اداري مسوول په ګډون ۲۰ غړي لري چې درې تنه په کې مشران او مخور دي.
ده زیاته کړه، مولوي عبدالجبار اغا د دې شورا د رییس او مولوي محمد موسی جان یې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مرستیال والي د دې شورا د واکونو او صلاحیتونو په اړه وویل، دا به د ولایت په کچه یوه باحلاصیته شورا وي چې د دولتي ادارو د چارو د ارزونې ترڅنګ به د حکومت او ولس ترمنځ اړیکې جوړوي.
د ده په خبره، یاده شورا د ولس ستونزې اوري، د هغوی شکایتونه به څېړي، ولسي شخړې به هواروي، وخت په وخت به له خپلو فعالیتونو او دولتي چارو د څارنې او ارزونې راپورونه نيغ په نيغه د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکوي.
دی وايي، د دې شورا غړو همدا نن د زابل ولایت په مقام کې له والي، امنیه قوماندان او نورو مسوولینو سره ناسته لرله چې د ادارو مسوولینو او استازو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن