ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اقتصاد عالي شورا د کانونو ۶۷ لویې او وړې پروژې منظورې کړې دي

د اقتصاد عالي شورا د کانونو ۶۷ لویې او وړې پروژې منظورې کړې دي

author avatar
3 Dec 2020 - 16:27
د اقتصاد عالي شورا د کانونو ۶۷ لویې او وړې پروژې منظورې کړې دي
author avatar
3 Dec 2020 - 16:27

کابل(پژواک،۱٣لیندۍ۹۹): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د اقتصاد عالي شورا د دغه وزارت د  کانونو ۶۷ لویې او وړې پروژې منظور کړي چې له لارې به یې هر کال له ۱۵۰ تر ۱۷۰ میلیونو افغانيو پورې عواید تر لاسه شي.

دغه راز سرچینه په نږدې راتلونکې کې له شبرغان نه مزار ته د اوبلن ګاز د ليږد او له لارې یې د ۵۰ مېکاواټه برېښنا د تولید خبره کوي او وایي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږد نللیکې د غځولو(ټاپي پروژې) تخنیکي او حقوقي ستونزې حل شوي او کار به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اقتصاد عالي شورا د دغه وزارت اړوند له وړاندیز شویو ۱۰۸ کاني سیمو څخه په ۶۷ سیمو کې د کانونو د استخراج پروژې منظورې کړې دي.

دی وایي، په دغو ۶۷ پروژو کې چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې موقعیت لري، د بېلابېلو ودانیزو توکو ۴۵ پروژې، د مرمرو ۱۱ وړې او پنځه لویې پروژې، د تراوارتینو درې پروژې او د ګرانیټو درې پروژې شاملې دي.

هغه زیاتوي:”دا ټولې پروژې به په لنډ وخت کې د کانونو له قوانینو او مقررو سره سمې داوطلبۍ ته ولاړې شي، پروسې به یې ژر بشپړې شي او تړونونه به یې په معیارونو برابرو شرکتونو ته ورکړل شي.”

چخانسوي وویل چې له دغو پروژو به هر کال له ۱۵۰ تر ۱۷۰ میلیونو افغانیو عواید تر لاسه کېږي او شاوخوا ۸۰۰ میلیون افغانۍ پرې پانګونې کېږي او تر ۳۰۰۰ کسانو ته به په مستقیم ډول د کار فرصتونه برابر شي.

هغه وویل، د اقتصاد عالي شورا ۳۷ نورې وړې پروژې هم مخکې منظورې کړې دي.

دی وایي چې ددغو پروژه تړونونه هم شوي او په پروژو کې د ځینو تخنیکي ستونزو تر حل وروسته به یې د پلي کېدو چارې پیل شي.

دی وايي، په یادو پروژو کې ۱۱ پروژې د ودانیزو موادو، ۱۹ پروژې د ریګ او جغل، ۴ د مرمرو او ۳ د ترواتینو پروژې دي او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې موقعیت لري.

ده په خبره، له دغو ۳۷ پروژو به هر کال ۲۴۰ میلیون عواید لاسته راځي، ۷۴۷ میلیونه افغانۍ پرې پانګونه کېږي او زرو تنو ته په کې کاري موقع برابريږي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې اړوندو هېوادونو او په کور د ننه دولتي بنسټونو سره د ټاپي پروژې اداري، تخنیکي او حقوقي ستونزې حل شوي او د راتلونکي زېږدیز کال په پیل کې به د دغې پروژې کار په هرات کې پیل شي.

دی وايي چې د یادې پروژې له پيليدو سره هم مهاله به په هرات کې له ګازو د کارونې یو مرکز جوړ شي ترڅو کورنیو، ګازي موټرو، صنعت کارانو او نورو ولایتونو ته انتقال شي.

چخانسوري وویل چې د دغې پروژې د امنیتي ستونزو لپاره هم یو پلان جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږد نللیکې د غځولو(ټاپي پروژې) چارې یو ځل د ۱۳۹۶ کال په کب میاشتې په هرات کې پیل شوې.

چخانسوري دا هم وویل چې له شبرغان څخه تر مزار پورې د اوبلن ګاز د لېږد لپاره د ۹۴،۵ کیلومتره پایپ لاین   ساختماني چارې به هم په راتلونکیو درېیو میاشتو کې پیل شي.

ده وویل چې د دغه ګاز له لارې به ۵۰ میګاواټه برېښنا تولید شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.